اردوغان : ایران غواړي چې په عراق کې د داعش ځای ونیسي

ولسمشر اردوغان وویل چې شیعه حوثي یاغیان او القاعدې په ګډون ټولې ترهګریزې ډلې باید د یمن نه وویستل شي.

283552
اردوغان : ایران غواړي چې په عراق کې د داعش ځای ونیسي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په یمن کې  د حوثي یاغیانو پر خلاف  د سعودي عربستان په مشرۍ د جوړ شوي ایتلاف  او عسکري مداخلې نه  ملاتړ اعلان کړ. ولسمشر اردوغان وویل چې  هر ډول لوژیستیکي مرستې ته  تیار یو.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  د فرانسې د ۲۴ خبري کانال سره  په ځانګړې مرکه کې  په یمن  د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف  د هوايي عملیاتو په اړه  د ترکیې دریڅ  څرګند کړ. ولسمشر اردوغان وویل چې  دا ایتلاف او هوايي عملیات  د یمن  د منتخب او مشروع ولسمشر هادي منصور په وړاندیز  او غوښتنې  شوي دي چې ترکیه ترینه  پوره ملاتړ کوي.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  ترکیه  شرایطو ته په کتو سره  هر ډول  لوژیستیکي مرستو ته تیاره  ده .

ولسمشر اردوغان  وویل چې  شیعه حوثي یاغیان او القاعدې په ګډون ټولې ترهګریزې ډلې باید د یمن نه وویستل شي. ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې  ایران هم  باید  په یمن کې د لاسوهنو نه لاس په سر شي.

ولسمشر اردوغان  په ایران نیوکه وکړه چې  په عراق کې  د خپلو اغیزو او نفوذ د لوړولو هڅه کوي. ولسمشر زیاته کړه چې  ایران  په عراق کې هڅه کوي چې د داعش لخوا بیرته نیول شوې سیمې  د خپل کنټرول لاندې راولي. ایران غواړي چې په عراق کې د داعش  ځای ونیسي.

همداشان  ولسمشر اردوغان  د داعش  پر وړاندې د امریکا په مشرۍ روان  عملیات  ناکافي وبلل  او وویل چې  یواځې په هوايي عملیاتو  دا ستونزه  نشي اواریدلی . د داعش  د ستونزې د منځه وړو او ریښې د وچولو په خاطر  مځکني عملیات  شرط  دي.

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې  د داعش  ډله  د اسلام د مبارک دین او مسلمانانو استازیتوب نشي کولی . د داعش  د اسلامي دولت په نامه  کوم څه نلري. داعش  یو ترهګریز سازمان  دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه