د افريقايانو لپاره د تركيې د څښاك د اوبو پروژه
د تركيې د همكارۍ او همغږئ ادارې تيكا د يوې لويې پروژې په چوكاټ كې د افريقا په لويه وچه كې د وچكالۍ له امله د ځپل شوو كسانو لپاره د څښاك د اوبو په برابرولو پيل وكړ.
د تركيې د همكارۍ او همغږئ ادارې تيكا د يوې لويې پروژې په چوكاټ كې د افريقا په لويه وچه كې د وچكالۍ له امله د ځپل شوو كسانو لپاره د څښاك د اوبو په برابرولو پيل وكړ.
د نړيوالې تودوخې او اقليم د بدلون په پايله كې يو زيات شمېر افريقايي هېوادونو د وچكالۍ او قحطۍ سره مخامخ دي. تركيې ددې ستونزې د آواري په موخه يوه لويه پروژه ترلاس لاندې نيولې ده. د تركيې د همكارۍ او همغږۍ ادارې تيكا تر اوسه پورې ۱ ميليون او ۶۰۰ زره افريقايانو ته د څښاك اوبه برابرې كړي دي. تركيې د افريقا په صحرايي اقليم كې د ژورو څاګانو په كيندلو او د اوبو رسوولو د شبكو په جوړولو سره د افريقا په يو زيات شمېر هېوادونو كې د سيمه ايزو خلكو ستونزې آوارې كړي دي.
سربېره پر دې د كرنې، ژورو څاګانو د كيندلو او اوبو رسوولو د شبكې اړوند يو زيات شمېر ساماآلات هم په بېلابېلو هېوادونو باندې ويشل شوي دي.
ټاكل شوې ده چې دا پروژه به د ۲۰۱۹ كاله پورې پاى ته ورسيږي. د پروژې د پاى ته رسېدلو په صورت كې به لږ تر لږه ۱۰ ميليونه افريقايان د څښاك د اوبو د اسانتياو خاوندان شي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719080984)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719080984)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله