د ترکیې د عدلیې،کورنیو چارو او ټرانسپورت وزیرانو استعفا وکړه.

د ترکیې درې تنو وزیرانو د جولای په ۷ نیټه د پارلماني ټولټاکنو له امله خپلو دندو استعفا ورکړه.

252006
د ترکیې د عدلیې،کورنیو چارو او ټرانسپورت وزیرانو استعفا وکړه.

د ترکیې  درې تنو  وزیرانو  د جولای په ۷ نیټه  د پارلماني ټولټاکنو له امله خپلو دندو استعفا ورکړه.

د ترکیې  د عدلیې وزیر باقر بوداغ، کورنیو چارو  وزیر ایفکان اعلی او ټرانسپورت سمندري چارو او معلومات  وزیر لطفي ایلوان  د جولای په ۷ په پارلماني ټاکنو کې د نوماندۍ له امله له خپلو دندو استعفا ورکړه.

د ترکیې د اساسي قانون  د ۱۱۴ مادې له مخې  په پارلماني ټاکنو کې نوماند باید لږ تر لږه  ۴ میاشتې مخکې د خپلې دولتي دندې استعفا وکړي.

د هیواد د وزیرانو شورا  د پریکړې په اساس  د عدلیې سلاکار وزیر کنعان اپیک د عدلیې وزیر په توګه ،  د کورنیو چارو سلاکار وزیر صباح الدین اوزترک د کورنیو چارو دوزیر په توګه او د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو سلاکار وزیر فریدون بیلګین د یاد شوی وزارت  د  وزیر په توګه وټاکل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه