اردوغان:  نوې ترکیه کې د ښځو او نارینونو ترمنځه توپیرته ځای نشته

ولسمشر اردوغان په انقره کې د ښځینه کارګرو په لویه غونډه کې ګډون وکړ

251344
اردوغان:  نوې ترکیه کې د ښځو او نارینونو ترمنځه توپیرته ځای نشته

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ً په هر هغه هیواد کې چې انسان ته ارزښت قایل نوي هیڅ وخت به د هغه هیواد نه د لوی هیواد په توګه یادونه ونکړم، لویوالی د بې وزله او کمزوري ترڅنګ ودریدل دي.
ولسمشر اردوغان په انقره کې د ښځینه کارګرو په لویه غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل ً زه په لویدیځ غږ کوم چې تل د بشر او ښځو د حقونو په اړه سورې او نارې وهي ، ترکیه د څه باندې دوه میلیونو تنو سوري او عراقي کډوالو کوربه توب کوي تاسې تر اوسه پورې ددې انسانانو او دې ښځو سره څه مرسته کړې ده ؟
ولسمشر اردوغان زیاته کړه د ښځې او نارینه ترمنځه د توپیر نه یادونه چې یوه فطري مسله د ښځو او نارینو ترمنځه د تبعیض په معنا ندی ، بلکې د ښځو د حق او حقوقو نه دفاع او هغوې ته د ضمانت ورکولو په معنا دی.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د ښځو د بدني استثمار پر خلاف غږ اوچتول، هغه ته د یو متا او یا د استثمار د یو الې په توګه د کتوونکو پر خلاف غږ پورته کول او اعتراض کول، دا توپیر نه بلکې د ښځې شرف او حیثیت ته درناوی دی.
د یادولو وړ ده چې د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په نړۍ لومړنی ولسمشر دی چې د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې په ویاړ يي د ښځو په اړه په خپل قلم مقاله لیکلې او خپره کړې ده .
ولسمشر اردوغان د ښځو په اړه د لیکلې مقالې په یوه برخه کې لیکلي دي چې په نوې ترکیه کې به د اساسي حقونو او مسولیتونو له پلوه د ښځو او نارینو ترمنځه هیڅډول توپیر او تبعیض ته ځای ورنکړی شي.
د ترکیې ښځې به د عدالت او مساواتو د اساساتو په رڼا کې د خپلو کورنیو او هیواد سره مرسته وکړي، مسولیتونه به په غاړه واخلي، د بریالیتوب سره به هر چا لخوا تقدیر ترلاسه کړي.
په نوې ترکیه کې به ښځې وي او که نارینه هیڅوک به د هیڅډول تبعیض او توپیر سره مخامخ نشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه