اردوغان: هر والي بايد د خپل ښار حضرت عمر ``رض`` وي.

ولسمشر اردوغان پرون غرمه د تركيې د ۸۱ ولايتونو د واليانو په سراسري غونډه كې د خپلې وينا په ترڅ كې څرګنده كړه چې په هېواد كې د واليانو يواځينۍ دنده خلكو ته خدمت دى.

243758
اردوغان: هر والي بايد د خپل ښار حضرت عمر ``رض`` وي.

ولسمشر اردوغان په هېواد كې د عدالت او عادل نظام په رامنځته كولو په ټينګار سره وويل چې`` د ټولنيزې سولې بنسټ په عدالت ايښودل كيږي. زموږ هر والي بايد د خپل ښار حضرت عمر `رض` وي. يواځې عمري عدالت كولاى شي چې په هېواد كې عادل نظام رامنځته شي. ``
اردوغان د واليانو نه غوښتنه وكړه چې ``هېڅكله د خپلو خلكو سره مخامخ اړيكې مه پرېكوئ. خپلې دروازې د عامو وګړو پر مخ تل پرانيستې وساتئ.`` اردوغان همداراز په سيمه كې د نورو ادارو ترمېنځ پر همغږئ باندې هم ټينګار وكړ او زياته يې كړه د هېواد په ۸۱ ولايتونو كې ټول واليا مكلف دي چې خلكو ته د لا زياتو خدمتونو د وړاندې كولو لپاره د نورو ادارو ترمېنځ همغږي رامنځته كړي.
ولسمشر وويل چې `` كه چېرې تاسې د خپلو خلكو نه لرې د څلور ديوالونو تر شا كېنئ نو ستاسې او د ملت ترمېنځ واټن رامنځته كيږي. پدې ډول تاسې نشئ كولاى چې د خلكو ستونزې، غوښتنې، وړانديزونه او فرياد واورئ. دا به ستاسې د ناكامۍ تر ټولو مهم لامل وي. ``


پيوندونه:

اړوند خبرونه