د فتح الله ګولن د نیولو امر صادر شو

د ترکیې په امنیتي تشکیلاتو کې د موازي ساختار یا د فتح الله ګولن د جماعت د پلویانو د شتون اړوند د ادعاګانو د څیړونو په چوکاټ کې د موازي ساختار یا د جماعت د مشر فتح الله ګولن او عمره اوسلو د نیولو امر صادر شو.

230845
د فتح الله ګولن د نیولو امر صادر شو

د ترکیې په امنیتي تشکیلاتو کې د موازي ساختار یا د فتح الله ګولن د جماعت د پلویانو د شتون اړوند د ادعاګانو د څیړونو په چوکاټ کې د موازي ساختار یا د جماعت د مشر فتح الله ګولن او عمره اوسلو د نیولو امر صادر شو.
د استانبول لوی څارنوال عرفان فیدان ویلي دي چې د موازي ساختار او یا د جماعت د مشر فتح الله ګولن او هغه ته په نږدې کس عمر اوسلو د وسله وال ترهګریز سازمان د جوړولو او اداره کولو، د ترکیې جمهوریت حکومت د لمنځه وړو او چارو پر وړاندې د خنډ جوړولو ، او د دولت پټ او محرم اسناد د سیاسي او عسکري جاسوسانو په اختیار کې د ورکولو تورونه لګیدلي دي چې د همدې تورونو په چوکاټ کې د نوموړو د نیولو د امر د صادرولو غوښتنه کړې وه.
د اسانبول د صلح د جزا دریمې محکمې د لوی څارنوالۍ د غوښتنې او په نوموړو د لګیدولو تورونو په نظر کې نیولو سره دا غوښتنه منلې او د فتح الله ګولن او عمره اوسلو د نیولو امر تایید کړی دی.
د یادولو وړ ده چې موازي ساختار یا جماعت د ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په ګډون د ۱۰۱ تنو جګپوړو چارواکیو ټيلفوني خبرې په ناقانونه توګه اوریدلي او ډیپو کړي دي .
د موازي ساختار د مشر فتح الله ګولن د نیولو په خاطر دا دویم د نیولو امر صادریږي.
ددېنه وړاندې هم د فتح الله ګولن د نیولو په خاطر د نیولو امر صادر شوی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه