په سوريه كې د عملياتو په اړه د وسله والو ځواكونو اعلاميه

د تركيې د وسله والو ځواكونو د لوى درستيز د مقام لخوا هم په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې `` د تركيې د تاريخ يو مهم ميراث، په سوريه كې د نښتو او تاوتريخوالي له امله د يو لړ نظامي عملياتو په پايله كې وژغورل شو او په موقتي ډول بل ځاى ته انتقال شو.

227455
په سوريه كې د عملياتو په اړه د وسله والو ځواكونو اعلاميه

د تركيې د بهرنيو چارو وزارت په سوريه كې د تركيې د عملياتو په اړه يوه رسمي اعلاميه خپره كړه.
د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د سليمان شاه مقبره او امنيتي پوسته چې د سوريې په خاوره كې موقعيت لري چې د نړيوالو حقونو او تړونونو په رڼا كې د تركيې د جمهوريت د خاورې يوه برخه ده.
په سوريه كې د روانو نښتو او تاوتريخوالي له امله د سليمان شاه مقبره او امنيتي پوسته د سخت امنيتي ګواښ سره مخامخ وه.
په اعلاميه كې همداراز راغلي دي چې `` د امنيتي ملحوظاتو له امله د مقبرې د امنيتي پوستې د سرتېرو په ګډون د سليمان شاه د جسد موقتي انتقال، ددې مقبرې پر حقوقي موقف باندې هېڅ ډول اغېزه نه لري. دا سيمه اوس هم د تركيې د خاورې يوه برخه ده.``

د تركيې د وسله والو ځواكونو د لوى درستيز د مقام لخوا هم په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې `` د تركيې د تاريخ يو مهم ميراث، په سوريه كې د نښتو او تاوتريخوالي له امله د يو لړ نظامي عملياتو په پايله كې وژغورل شو او په موقتي ډول بل ځاى ته انتقال شو. د سليمان شاه جسد د سوريې د خاورې د اېرميش كلي ته انتقال شوى او وسله والو ځواكونو تر كنترول لاندې تركي بيرغ بېرته ځړوول شوى دى.`` 

 د تركيې وسله وال ځواكونه په سوريه كې د عملياتو پرمهال د هېڅ ډول وسله وال مقاومت سره مخامخ شوي نه دي. يو تن سرتېرى بيا د ترافيكې پېښې امله شهيد شو.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه