د سليمان شاه مقبره ولې تركيې ته مهمه ده؟

د سوريې په خاوره كې د سليمان شاه مقبره او امنيتي پوسته د تركيې د جمهوريت د خاورې يواځنۍ ټوټه ده چې د تركيې د سرحدونو نه بهر پرته ده

227478
د سليمان شاه مقبره ولې تركيې ته مهمه ده؟

.
پدې مقبره كې د عثماني امپراتورۍ د موسس عثمان غازي د نېكه او دوه تنه سرتېرو جسدونه دفن شوي دي.
دا مقبره او د جابر په نامه كلا چې مقبرې ته څېرمه پرته ده د ۱۹۲۱ ميلادي كال د اكتوبر د مياشتې په ۲۰ نېټه د تركيې او فرانسې د هېوادونو ترمېنځ په انقره كې د لاسليك شوي تړون له مخې د تركيې د جمهوريت د خاورې يوه برخه بلل شوې ده.
ددې تړون له مخې تركيه حق لري چې ددې مقبرې د ساتنې په موخه سرتيري ځاى پر ځاى كړي او خپل بيرغ وځړوي.
ددې مقبرې د ساتنې په موخه تركيې په ۱۹۳۸ كال كې د سرحدي ځواكونو د درناوي د قطعې لخوا يوه مدرنه امنيتي پوسته جوړه شوه.
سربېره پر دې د تركيې او سوريې د هېوادونو ترمېنځ په ۱۹۵۶ ميلادي كال كې د يو تړون له مخې د هرې مياشتې په اومه نېټه ددې مقبرې د امنيتي پوستې د سرتېرو د بدلېدلو په برخه كې مفاهمه وشوه.
په سوريه كې د كورنۍ جګړې او بيا وروسته د داعش د ترهګرې ډلې د ګواښ د رامنځته كېدو نه وروسته د سليمان شاه د مقبرې راتلونكې د خطر سره مخامخ شوه.
د تركيې د وسله والو ځواكونو يو ځانګړي كوماندو ټيم تېره شپه د يو لړ ځانګړو عملياتو په پايله كې د سليمان شاه د جسد په ګډون د امنيتي پوستې ۴۴ تنه سرتيري وژغورل.

سليمان شاه څوك دى؟
سليمان شاه د اېرتوغرول غازي پلار او د عثماني امپراتورۍ د موسس عثمان غازي نېكه دى چې په ۱۱۷۸ ميلادي كال كې په زېږېدلى وو. پر منځنى آسيا د مغلو د تيري نه وروسته د خپل ټبر سره د اناتوليا پر لور هجرت وكړ. سليمان شاه د ۵۰ زره كسانو سره د شمالي قفقاز له لارې د اناتوليا ختيځ ته راغى او په سيمه كې يې د بيزانس د عيسوي امپراتورۍ د سيمه ايزو حكمدارانو سره جګړه وكړه.
سليمان شاه د خپلو جنګياليو سره د تركيې په سوېل كې د فرات د سيند نه د تېرېدو پر مهال په اوبو كې ډوب شو او د سرتېرو لخوا يې د سيند په سوېل كې ښخ شو. د عثماني امپراتورۍ د موسس د نېكه مقبره چې د اوسنۍ سوريې په خاوره كې موقعيت لري، خاوره يې د تركيې د جمهوريت يوه برخه ده. دا مقبره د تېرو ۱۰۰ كلونو راهيسې د تركي سرتېرو د يوې پوستې لخوا ساتل كېدله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه