د ولسمشر اردوغان په لور سمیه اردوغان د برید پلان افشا شو

225377
د ولسمشر اردوغان په لور سمیه اردوغان د برید پلان افشا شو

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لور سمیه اردوغان د ترور کولو پلان افشا او شنډ شو.
د هیواد لوی څارنوالۍ سمدلاسه د مسلې په اړه د څیړنې د پیلولو امر کړی دی .
د انقرې لوی څارنوالۍ په خبري رسنیو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لور سمیه اردوغان د ترور کولو د پلان په اړه د خبر د خپریدو نه سمدلاسه وروسته په حرکت پیل وکړ.
لوی څارنوالۍ ویلي دي چې په خبري رسنیو کې د سمیه اردوغان د ترور کولو د پلان د خبر خپریدو ددوی لپاره اقامه د دعوا ارزښت لري او سمدلاسه يي د مسلې په اړه څیړنې پیل کړي دي .
د یادولو وړ ده چې پخپله ولسمشر اردوغان هم یوه لنډه موده ویلي وو چې دا او کورنۍ يي په مرګ ګواښل شوي دي.
ولسمشر اردوغان ویلي وو چې د دا ډول ګواښونو نه ویره نلري ځکه چې مرګ او ژوند یواځې د الله له لورې دی . د هیواد د ملي استخباراتو ادارې د ۲۰۱۵ کال د جنوري په لومړۍ نیټه د ولسمشر اردوغان په لور د برید کولو پلان افشا کړ .
د معلوماتو له مخې په ترکیه کې موازي ساختار پلان درلود چې د جون په میاشت کې د پارلماني ټولټاکنو نه مخکې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لور ترهګریز برید وکړي تر څو ولسمشر اردوغان او د عدالت او پراختیا ګوند د ټولټاکنو د کمپاینونو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.
د استخباراتو ادارې ویلي دي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لور د وژلو امر د موازي ساختار د مشر پخپله فتح الله ګولن لخوا ورکړل شوی دی . په ترلاسه شوو استخباراتو کې حتا ویل شوي دي چې کرايي قاتل ترکیې ته راستول شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه