د ولسمشر اردوغان ننۍ كاري ورځ

ولسمشر اردوغان د عراق د كردانو د سيمه ايزې ادارې لومړى وزير نچيروان برزاني حضور ته ومنلو.

224100
د ولسمشر اردوغان ننۍ كاري ورځ

ولسمشر اردوغان د عراق د كردانو د سيمه ايزې ادارې لومړى وزير نچيروان برزاني حضور ته ومنلو.
ولسمشر د برزاني سره د ليدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمېنځ د دوه اړخيزو اړيكو سربېره په سيمه كې د داعش د ترهګرې ډلې د فعاليتونو او يو لړ اقتصادي مسايلو باندې هم خبرې اترې وكړې.
ولسمشر رجب طيب اردوغان همداراز د تركيې د پوهنتونونو د يو شمېر استادانو سره هم د غرمې په مېلمستيا كې ليدنه وكړه. ولسمشر، استادانو ته د وينا پرمهال په تركيه كې د رياستي سيستم د رامنځته كولو په اړه معلومات وركړل .
په تركيه كې د جون په مياشت كې د سراسري ټاكنو نه وروسته راتلونكى پارلمان به د نوي اساسي قانون د جوړولو په برخه كې هلې ځلې وكړي. د نوي اساسي قانون په چوكاټ كې يوه مهمه موضوع هم په رياستي نظام باندې د تركيې د اوسني پارلماني نظام بدلون دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه