اردوغان په امریکا کې د  مسلمانانو د وژنې په اړه سخت غبرګون وښود

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په امریکا کې د وژل شوو دریو تنو مسلمانانو د وژنې په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.

217896
اردوغان په امریکا کې د  مسلمانانو د وژنې په اړه سخت غبرګون وښود

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په امریکا کې د وژل شوو دریو تنو مسلمانانو د وژنې په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.
ولسمشر اردوغان لاتینې امریکې ته د سفر په وروستي تم ځای مکسیکو کې په یوه ګډه خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ً یوه مسله چې غواړم ترینه یادونه وکړم، امریکا ته خپل پيغام غواړم چې د نږدې هیواد نه ورسوم ، هغه هم د امریکا د کرولاینا په ایالت کې د دریو تنو مسلمانانو د وژنې مسله ده.
په ځانګړې توګه ولسمشر اوباما ، ښاغلي کیري او بایدن لخوا د نوموړو دریو تنو مسلمانانو د وژنې په اړه هیڅډول څرګندونې ندي ترسره کیدل د بحث وړ خبره ده.
دا وژل شوي کسان ترهګر ندي، دا درې تنه د سوریې د نامتو کورنیو غړي دي چې پلرونه او میندې يي تحصیل کړي او ډاکټران دي. دې ځوانانو چې په ستوماتولوژۍ د فاکولتې محصلین وو په عینې وخت کې د انجینیرۍ په برخه عالي زده کړې دي.
دا درې تنه په خپل کور کې وژل کیږي او ددې هیواد ولسمشر د مسلې په اړه هیڅډول څرګندونې نکوي.
زه په ولسمشر اوباما غږ کوم ، چیرته يي ولسمشره ، په بهرنیو چارو وزیر او په بایدن غږ کوم ، چیرې یاست تاسې.
موږ سیاستمداران په خپلو هیوادونو کې د ترسره کیدونکو د هر ډول جرایمو پر وړاندې مسولیت لرو، موږ باید خپل دریځ ښکاره کړو. ځکه کله چې هیوادوال موږ ته رایې راکوي ، موږ نه د خپل ځان او مال د دفاع او ساتنې غوښتنه کوي. که چیرې تاسې د دا ډول مسلو په اړه چپه خوله پاتې شۍ او چوپتیا غوړه کړۍ نړۍ به ستاسې پر وړاندې چوپتیا غوړه کړي او ستاسې په درد کې به ځان شریک نکړي.
او زه یو ځل بیا وایم چې دا خبره د یاده مه باسۍ چې نړۍ د پنځو نه لویه ده . نن وي او که سبا ، بلکې موږ به يي ونه وینو خو راتلونکې نسلونه به دې سیستم ته تغیر ورکړي.
زه وژل شوو دریو تنو ته د الله د دربار نه د رحمت غوښتنه کوم او ستاسې په حضور کې ددوې په قاتل لعنت وایم.


پيوندونه:

اړوند خبرونه