د ترکیې د شانلي اورفا په ولایت کې په پولیسو بمي برید وشو
![د ترکیې د شانلي اورفا په ولایت کې په پولیسو بمي برید وشو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/92939822621423828260312.jpg?time=1719246553)
د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د سورچ په ولسوالۍ کې په پولیسو بمي برید وشو چې له امله يی د یو تن پولیس په ګډون درې تنه ټپیان شول.
د شانلي اورفا ولایت د سورچ په ولسوالۍ کې د پولیسو د تالاشۍ د یوې پوستې تر څنګ د کثافاتو په بیلر کې چاودنه وشوه. په چاودنه کې یو تن پولیس او دوه تنه ملکي وګړي ټبیان شول.
د شانلي اورفا والي عزت الدین کوچوک خبري رسنیو ته وویل چې بم د کثافاتو په بیلر کې ځای په ځای شوی وو. نوموړي وویل چې چاودنه د پولیسو د تالاشۍ د پوستې تر څنګ شوې چې له امله يي د یو تن پولیس په ګدون ۳ تنه ټپیان شوي دي . والي ویلي دي چې د ټپیانو روغتیايی حالت په کامله توګه ښه دی او په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي .
د پیښې نه وروسته په سیمه کې څیړنې پیل شوي دي .
والي ویلي دي چې بم ساعتي بم وو . چاودنه د پولیسو د تالاشي د نقطې په ۱۵ مترۍ کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي دا چې پولیسو مرمۍ ضد واسکټونه په تن درلودل د همدې امله ژغورل شوی دی.
والي زیاته کړه چې د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو په اړه يي څیړنې دوام لري. په سیمه کې د ټولو امنیتي کمرو فلمونه راټول شوي دي او د برید کوونکي د نیولو په خاطر هڅې دوام لري.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719246553)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719246553)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله