ولسمشر رجب طیب اردوغان په کیوبا کې خپل رسمي سفر پایته ورسو

ولسمشر اردوغان په کیوبا کې د خپل سفر د پایته رسولو نه وروسته مکسیکو ته سفر وکړ.

217151
ولسمشر رجب طیب اردوغان په کیوبا کې خپل رسمي سفر پایته ورسو

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په کیوبا کې خپل رسمي سفر پایته ورسو.
ولسمشر اردوغان چې د ترکیې نه کیوبا ته د ولسمشر په کچه سفر کوونکی لومړنی ولسمشر دی په نوموړي هیواد کې د یو جومات د جوړولو غوښتنه وکړه .
ولسمشر اردوغان وویل چې جومات به د ترکیې لخوا جوړ شي.
ولسمشر اردوغان د کیوبا په پلازمینه هاوانا کې خپل رسمي سفر د خوزه مارتین څلي ته د ګلانو د ګیډۍ په ایښودو پيل کړ. د ولسمشر اردوغان نه د کویا د ولسمشرۍ په مانۍ کې د نوموړي هیواد د ولسمشر راول کاسټرو لخوا د رسمي مراسمو په ترڅ کې هرکلی وشو.
ولسمشر اردوغان د کیوبا د ولسمشر سره د لیدنې نه وروسته په پلازمینه هاوانا کې د مصطفی کمال اتاترک مجسمې ته د ګلانو کیډۍ کیښوده .
ولسمشر اردوغان وروسته د ښار د تاریخي موزیم نه لیدنه وکړه .
ولسمشر اردوغان د تاریخي موزیم د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د کیوبا د چارواکیو نه يي په نوموړي هیواد کې د جومات د جوړولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې دا جومات به په ترکي معمارۍ جوړ شي. ولسمشر اردوغان وویل چې په پام کې لرو چې جومات ترکیه جوړ کړي.
ولسمشر اردوغان په کیوبا لګیدلي بندیزونه د بشري او وجداني اساساتو سره په ټکر کې وبلل او سخته نیوکه پرې وکړه . ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د همدې بندیزونو له امله د ترکیې او کیوبا ترمنځه سوداګریز حجم د پام وړ ټیټ دی.
ولسمشر اردوغان په کیوبا کې د خپل سفر د پایته رسولو نه وروسته مکسیکو ته سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان به په مکسیکو کې د ترکیې د همکاریو او کوردیناسیون اژانس تیکا دفتر پرانیزي.
تمه کیږي چې ددې سفر سره د ترکیې او مکسیکو ترمنځه د همکاریو کچه لا پسې لوړه شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه