ولسمشر اردوغان د رسمي ليدنو لپاره په كيوبا كې دى.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د لاتينې امريكا د هېوادونو نه د ليدنې په ترڅ كې نن دويم تمځاى كيوبا ته ورسېد.

216188
ولسمشر اردوغان د رسمي ليدنو لپاره په كيوبا كې دى.


ټاكل شوې ده چې ولسمشر اردوغان به په كيوبا كې د خپل سيال راول كاسترو سره د ليدنې تر څنګ ددې هېواد د ځينو علمي مركزونو نه هم ليدنه و كړي.
لاتينې امريكا سره د تركيې د اړيكو د پراختيا د ستراتېژۍ په چوكاټ كې په د كيوبا له هيواد سره هم د انرژۍ، سوداګرۍ، خوراكي موادو او ساختمان په برخه كې بېلابېل پروتوكولونه لاسليك شي. ولسمشر اردوغان به د جنيټيكې مهندسۍ او بيو ټېكنالوژۍ د مركزونو نه د ليدنې پرمهال پدې برخه كې هم د همكارۍ پروتوكول لاسليك شي.
په كيوبا كې د جامع مسجد د جوړولو غوښتنه
ولسمشر اردوغان شاوخوا ۴ مياشتې وړاندې د كيوبا د چارواكو نه غوښتنه كړې وه چې په پلازمېنه هاوانا كې د يو جامع مسجد د جوړولو لپاره ځاى او اجازه وركړي. تمه كيږي چې د كيوبا د ولسمشر راول كاسترو سره د ليدنې پرمهال د مسجد د جوړولو په اړه بيا هم له نږدې خبرې وشي.
د كيوبا چارواكو په هاوانا كې د يو جامع جومات جوړول پدې شرط منلي ول چې د جوړولو په بهير كې به يې په هاوانا كې ټولو اسلامي هېوادونو سياسي نماينده ګۍ برخه اخلي.
ولسمشر اردوغان به په كيوبا كې د خپلې ليدنې د پاى ته رسولو نه وروسته د لاتينې امريكا د سفر وروستي تمځاى مكسيكو ته سفر و كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه