د كولمبيا لخوا د تركيې د تاريخ په اړه مهم سمپوزيم

د كولمبيا په پلازمېنه بوګوتا كې د اېكسترنادو په پوهنتون كې نن د تركيې د تاريخي پېښو په اړه يو مهم سمپوزيم `` علمي كنفرانس`` جوړيږي.

215248
د كولمبيا لخوا د تركيې د تاريخ په اړه مهم سمپوزيم


د كولمبيا په پلازمېنه بوګوتا كې د اېكسترنادو په پوهنتون كې نن د تركيې د تاريخي پېښو په اړه يو مهم سمپوزيم `` علمي كنفرانس`` جوړيږي.
دا سمپوزيم چې د انقرې د پوهنتون په ګډې همكارۍ جوړيږي پكې په ۱۹۱۵ كال كې د عثماني امپراتورۍ د وروستيو كلونو د پېښو په اړه علمي بحثونه كيږي. د `` ۱۹۱۵ د عثماني امپراتورۍ تر ټولو اوږد كال`` تر عنوان لاندې سمپوزيم كې د كولمبيا، مكسيكو، كيوبا، وېنزوېلا، پيرو، كوستا ريكا او شيلي د هېوادونو نه شاوخوا ۲۲ تاريخپوهان ګډون كوي.
په سمپوزيم كې به پر عثماني امپراتورۍ باندې د لومړۍ نړيوالې جګړې د اغېزو په اړه بحث وشوي. ددې سمپوزيم موخه د لاتينې امريكا هېوادونو ته عثماني امپراتورۍ د وروستيو كلونو په اړه د معلوماتو د وركولو سربېره د ۱۹۱۵ كال د ترخو خاطرو په اړه د حقيقتونو بيان دى.
دا سمپوزيم به د فبرورۍ د مياشتې تر ۱۲مې نېټې پورې دوام وكړي.

ددې سمپوزيم په اړه د علمي معلوماتو د ترلاسه كولو په موخه دا ځاى كلېك كړئ.

د يادولو وړ ده چې ددې كنفرانس او پورتني لېنك ژبه اسپانوي ده. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه