د ترکیې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان له خپلې دندې استعفا وکړه
د ترکیې د ملي استخباراتو مشر ملي شورا غړیتوب ته د نوماندۍ له امله له خپلې دندې استعفا وکړه
د ترکیې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان له خپلې دندې استعفا وکړه.
د ترکیې د ملي استخباراتو مشر فیدان تیره شپه خپله استعفا لومړی وزیر ته وړاندې کړه. د صدارات د ماڼۍ نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د حکان فیدان استعفا د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو لخوا منل شوې ده .
د یادولو وړ ده چې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان د ۲۰۱۰ کال د مې په ۲۵ نیټه په دنده پيل کړی وو. د ملی استخباراتو مشر حکان فیدان په پارلماني ټاکنو کې د ګډون له امله له خپلې دندې استعفا وکړه. د هیواد د ټاکنو عالي کمیسیون ویلي وو هر هغه څوک چې غواړي د ملي شورا د غړیتوب لپاره ځان نوماند کړي د فبروري تر لسمې نیټې باید له خپلې دولتي دندې استعفا ورکړي.
د هیواد د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان هم د ملي شورا د غړیتوب لپاره د نوماند کیدو په خاطر له خپلې دندې استعفا وکړه.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.