ترکیې د مصر پریکړه په کلکو ټکو وغندله

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په مصر کې د ۱۸۳ تنو په اړه د اعدام پریکړه په کلکه توګه وغندله.

207963
ترکیې د مصر پریکړه په کلکو ټکو وغندله

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په مصر کې د ۱۸۳ تنو په اړه د اعدام پریکړه په کلکه توګه وغندله.
د هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای په میاشت کې د ترسره شوې کودتا نه وروسته د محاکمو د سیاسي پریکړو په چوکاټ کې یو ځل بیا ۱۸۳ تنه د اعدام په سزا محکوم کړل چې دا پریکړه په کلکو ټکو غندو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د کودتا نه وروسته د سیاسي زندانیانو شمیره د ۲۰ زرو تنو نه اوښتې ده چې دې مسلې په نوموړي هیواد کې د سولې او ثبات فضا ته لوی زیان رسولی دی . پدې ټول ډیر ښه پوهیږي چې دا ډول په ډله ییزه توګه د اعدام غیرې عادلانه پریکړې سولې او ثبات ته لا زیات زیان رسوي.
ترکیه دا ډول غیرې عادلانه پریکړې په کلکه توګه غندي او د مصر د خلکو سره همغږۍ ته دوام ورکوي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا متحده ایالتونو د مصر پدې پریکړې نیوکه کړې ده .
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جن ساکي د مصر په حکومت غږ وکړ چې په مصر کې د اعدام په سزا د محکوم شوو کسانو په ګډون د ټولو د خلکو د حق او حقوقو نه دفاع وکړي او په ټولیزه توګه د اعدام پریکړې ته د پای ټکی کیږدي.
نوموړي وویل چې په مصر کې د دیموکراسي او بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې جدي اندیښنې لري.
د امریکا د بهرنیو چارو عالي استازي په مصر کې د ۱۸۳ تنو په اړه د اعدام پریکړه د بشري حقونو نه ښکاره سرغړونه وبولو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه