كوباني د داعش له شتوالي پاك شو.
د تركيې سره پولې ته څېرمه د سوريې د كوباني ښار د داعش د شتوالي نه په ټوليزه توګه پاك شوى دى. د سيمه ايزو چارواكو د وينا په اساس د كوباني ښار چې د تېرو ۵ مياشتو راهيسې د داعش د اورپكو لخوا محاصره شوى وو اوس د كردي ځواكونو لخوا نيول شوى دى.
د سوريې د بشري حقونو نه د څارنې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده كړه چې د داعش اورپكي د كوباني نه په شا شوى دى.دا پداسې حال كې ده چې نن سهار په كوباني كې د كردي ځواكونو يو تن وياند وويل چې په سيمه كې يواځې څلور كوڅې د داعش د پاتې شونو په لاس كې دي.
داعش د ۲۰۱۴ ميلادي كال د سپتمبر په مياشت كې پر كوباني باندې بريد وكړ. په لومړيو اونيو كې د داعش پرمختګ د نړيوالې ټولنې پام ځانله راواړولو. وروسته به د عراق په شمال كې د سيمه ايزې ادارې د پېشمرګه په نامه د ځواكونو د ځمكنيو عملياتو او د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو د هوايي بمبارۍ په پايله كې په كوباني كې د داعش د پرمختګ مخه ونيول شوه. دا دى ددې جګړې نه ۱۳۳ ورځې وروسته د ايتلافي ځواكونو په وينا كوباني د داعش د شتوالي نه پاك شو.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719146978)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719146978)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله