په تركيه كې د فېسبوك په ځينو پاڼو بنديز

د تركيې يوې محكمې په فېسبوك كې د هغو پاڼو د بندولو حكم وكړ چې پكې حضرت محمد ص ته د سپكاوي په موخه خبرونه او معلومات خپريږي.

197096
په تركيه كې د فېسبوك په ځينو پاڼو بنديز

په انقره كې يوې محكمې پرېكړه وكړه چې د فېسبوك هغه پاڼې دې ژر تر ژره بندې شي چې محتوا يې حضرت محمد ص ته سپكاوى جوړوي. د محكمې پرېكړه په تركيه كې د فېسبوك سيمه ايزو چارواكو ته ولېږل شوه.
د يادولو وړ ده چې د محكمې ددې پرېكړې له مخې كه چېرې د سپكاوي پاڼې بندې نشي نو په ټول هېواد كې به د فېسبوك پر پاڼې سراسري بنديز ولګول شي.
دا پرېكړه د تركيې د تيلي كميونېكيشن ادارې ته هم لېږل شوې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه