د اردوغان د سفر نه وړاندې په تركي پلاوي ځانمرګى برید

سوماليا ته د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د رسمي سفر نه څو ساعته وړاندې په پلازمېنه موګاديشو كې په تركي پلاوي باندې ځانمرګى بريد وشو.

194602
د اردوغان د سفر نه وړاندې په تركي پلاوي ځانمرګى برید



په موګاديشو كې د پلازمېنې نه د ولسمشر اردوغان د ليدنې نه څو ساعته وړاندې د هغه هوټل په دروازه كې د چاودېدونكو موادو بار موټر په واسطه ځانمرګى بريد وشو چې پكې تركي پلاوى مېشت وو. په پېښه كې تركي پلاوي ته زيان نه دى رسېدلى خو درې سوماليايي پوليس پكې وژل شوي دي. 

د سوماليا د امنيتي چارواكو د وينا په اساس تر اوسه لا معلومه نه ده چې د بريد موخه تركي پلاوى وو او كه نه. د هوټل د شاوخوا امنيت د افريقايي ټولنې د ځواكونو لخوا نيول شوى دى. 

د بله پلوه د تركيې د بهرينو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې په بريد كې تركي پلاوي ته زيان نه دى رسېدلى. 

د بريد پړه د الشباب ډلې چې د القاعدې سره اړيكې لري پر غاړه واخيستله. 
اردغان ددې سره سره هم سوماليا ته ځي.
د بله پلوه د تركيې د ولسمشرۍ د سرچينو د څرګندونو په اساس ولسمشر رجب طيب اردوغان بريد وغندلو او څرګنده يې كړه چې سوماليا ته د رسمي سفر په برخه كې بدلون نه دى رامنځته شوى.
ولسمشر رجب طيب اردوغان چې افريقايي هېوادونو د سفر په لومړي تمځاى ايتوپيا كې په رسمي ليدونو بوخت دى سبا ته به د جيبوټي او سوماليا هېوادونو ته لاړ شي. د يو شمېر سرچينو د څرګندونو په اساس د امنيتي ګواښونو سره سره اردوغان سوماليا ته د تګ اراده لري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه