اردوغان : د نړۍ په هر ګوډ کې د مسلمانانو وینې تویږي

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو غونډې ته په وینا کې په اسلامي نړۍ د یووالي ، اتفاق او اتحاد غږ وکړ او د پاریس په په لاریون کې د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو په ګډون یو ځل بیا سختې نیوکې وکړې.

192833
اردوغان : د نړۍ په هر ګوډ کې د مسلمانانو وینې تویږي

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو غونډې ته په وینا کې په اسلامي نړۍ د یووالي ، اتفاق او اتحاد غږ وکړ او د پاریس په په لاریون کې د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو په ګډون یو ځل بیا سختې نیوکې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې د جمهوریت د پيل نه مښکې د ازادۍ د جګړې د پیلدو نه وروسته د ۱۹۲۰ کال د اپریل په ۲۳ مه کله چې د ملي شورا ودانۍ پرانیستل شوه د خطابې د میز تر شا په دیوار د قرانکریم د شورا د سورت ۳۸ ایت لیکل شوی وو . همداشان د اسلامي همکاریو تشکیلات هم پداسې یو فکر او لیدلوري جوړ شوي دي چې دا پخپله ځانګړې معناګانې لري. ولسمشر اردوغان د اسلامي نړۍ په اتحاد او اتفاق د ټینګار سره وویل چې دا یووالی هم زموږ د هیوادونو، هم د سیمې او هم په نړۍ کې زموږ د ستونزو د حل په خاطر ځانګړی اهیمت لري.
ولسمشر اردوغان د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په اهمیت د ټینګار سره وویل چې پداسې یو غونډه کې د مسلمانانو راټولیدل او د اسلامي نړۍ د ستونزو او مشکلاتو په اړه بحث کول یوه ډیره مهمه خبره ده . دا زموږ د راتلونکي لپاره ځانګړې اهیمت لري.
د نړۍ په هر ګوډ کې د مسلمانانو وینې تویږي
ولسمشر اردوغان د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ً هو دا حقیقت دی چې ژبې به مو د یو بل نه جلا وي، هیوادونه به مو د یو بل نه جلا وي، مذهبونه به مو د یو بل نه جلا وي خو موږ او تاسې ټول د یو الله بنده ګان او د یو دین لارویان یو. تاسې وګورۍ پدې غونډه کې هر سړی یواځې او یواځې د یو هدف او مقصد په خاطر خبرې کوي. د ټولو درد او غم شریک دی. موږ او تاسې ټول د الله تبارک و تعالی د کتاب قرانکریم د الهي پیغامونو لاندې او د اسلام د ستر پیغمبر سرداری کاینات حضرت محمد (ص) د سولې د بیرغ د یو بل ورورنه او امت یو.
زموږ په منځ کې داسې مسلې پیدا کیږي چې ټول خولې پټوو او چپه خوله کینو او قرانکریم خبرې کوي، داسې ستونزې پیدا کیږي چې موږ يي په حل کې عاجزه کیږو خو د اسلام د ستر پیغمبر ص احادیث شریف ورته د حل لاره پیدا کوي.
ځینې وخت کې داسې مسلې رامنځته کیږي چې موږ ټول دیته اړ کیږو چې باید خپلې ملي منافع یو پلو ته پریږدو او د مشترکو منافعو په اړه فکر وکړو. نن ورځ داسې زړه بوږنه ونکي پیښې رامنځته شوي دي چې موږ ټول باید خپلې ملي منافع، خپل منځۍ ستونزې یو پلو ته پریږدو او هیرې کړو او د ګډو ګټو په اړه فکر وکړو. نن ورځ موږ د یووالي ، ورورولۍ، اتفاق او اتحاد راژوندي کولو ته اړتیا لرو.
نن ورځ اسلامي جغرافیه په ډیرو سختو شرایطو کې قرار لري . نن ورځ د اسلامي نړۍ د پاسه لوبې او عملیات ترسره کیږي. د مسلمانانو ترمنځه د نفاق تخم کرل کیږي. یو مسلمان په بل مسلمان وژل کیږي.
تاسې وګورۍ نن د هر په هر ګوډ کې یواځې او یواځې د مسلمانانو ویني بهول کیږي. مسلمانان په قتل رسول کیږي. نن ورځ قاتل او مقتول ټول مسلمانان دي.
دا ددې ښکارندويي کوي چې موږ د خپلو ارزښتونو نه لرې شوي یو، موږ خپلو ارزښټونو ته اهمیت قایل نه یو. ای اسلامي نړۍ! راځۍ خپل منځنۍ ټولې ستونزې او شخړې یوې غاړې ته پریږدۍ او د ګډو ګټو په خاطر لاس په لاس کې سره ورکړۍ. د روانو ستونزو د حل په خاطر په ګډه سره کار وکړۍ . نن ورځ اسلامي نړۍ تر هر وخت دې مسلې ته ډیره اړتیا لري.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه ً تاسې وګورۍ شاوخوا یوه پیړۍ کیږي چې هره ورځ په فلسطین کې انساني تراژیدي دوام لري. پداسې یو وخت کې چې هره ورځ په سلګونو او حتا په زرګونو تنه مسلمانان په قتل رسول کیږي دې مسلو ته باید د خپلو ملي ګټو، مذهبي او یا حزبي پلوه نه په عمومي توګه کتنه وکړو. د ټول عالم اسلام ګټې باید په نظر کې ونیسو. ځکه چې پداسې شرایطو کې مذهبي، ګوندي ، حزبي او ملي ګټې په نظر کې نیول نه انساني او نه هم اسلامي پلو لري.
تاسې وګورۍ نن ورځ زموږ په جوماتونو ، درګاه ګانو، تکیه خانو، د اهل بیت په مزارونو او زموږ په مقدساتو بریدونه کیږي، سپکاوی ورته کیږي. که چیرې موږ دې مسلې ته د خپل شخصي ګټو ، مذهبي ، ګوندي او حزبي پلوه کتنه وکړو او سترګې پټې او خوله ټپه کړو ، دا نه وجداني او نه هم اسلامي عمل دی.
په سوریه کې ۳۵۰ زره تنه بې ګناه انسانان په قتل ورسول شول، څه باندې ۷ میلیونه تنه ګاونډيو هیوادونو ته ګډه شوي او هیواد په کنډوالو بدل شوی دی . هره ورځ په لسګونو تنو بې ګناه او معصوم ښځې او ماشومان په قتل رسول کیږي. د څه لپاره ؟ یواځې او یواځې د اقتدار په خاطر. ایا کوم وجدان او دین دا مسله قبولي.
تاسې وګورۍ قاتل او مقتول دواړه مسلمانان دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې الله تبارک وتعالی نن او یا صبا خامخا ددې ظلمونو پوښتنه کوي. الله تبارک و تعالی زموږ مذهب ته نه ګوري چې موږ شیعه یو او که سوني. مذهب حقیقت نشي بدلولی. موږ او تاسې ټول د ترسره کړو جرمونو په اندازه ددې جرمونو پر وړاندې د غږ د نه پورته کولو او یا هم سترګې پرې د پټولو په خاطر هم نن وي او که صبا د الله په حضور کې به ځواب ووایو. الله به خامخا زموږ نه ددې اعمالو پوښتنه کوي.
نن ورځ هغه ډلې چې د اسلام په نامه د پردو په اشارو سره قتل عامونه او عام وژنې کوي ټول عالم اسلام ته ستر ګواښ مخامخ کړی دی .
نن ورځ په عراق او سوریه کې هر څه په ډاګه دي. د عراق ۴۰ سلنه خاوره د ترهګرو لخوا اشغال شوې او همداشان د سوریې هم .
ددې ټولو په خاطر لومړی باید موږ د خپل وجدان سره محاسبه وکړو. تاسې وګورۍ بهرنیان راهیسې بمونه غورځوي او په لسګونو او سلګونو تنه وژني او ځي. موږ ولې خپلې ستونزې پخپله نه او په پردو حلوو. موږ باید خپلې ستونزې پخپله حل کړو. نورو ته يي باید پرینږدو.
تاسې نن ورځ افغانستان کې روانو حالاتو ته وګورۍ، په سومالي، لیبیا او نورو اسلامي هیوادونو ته وګورۍ. د سومالي خلک له ولګې مري. د لیبیا خلک په شته کې له فقر او بې وزلۍ سره مخامخ دي. په لیبیا کې فتنې او فساد پیل کړی دی . لیبیا د هره پلوه بډایه هیواد دی خو خلک يي له ولګې مري. ښه دلته یوه پوښتنه چې ایا د لیبیا پیسې او شتمني چیرته ده ؟ دا شتمني ټوله په لویدیځ کې ده . د لیبیا په شتمنیو نور مزې او چړچې کوي.
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په اسلامي نړۍ غږ وکړ چې موږ او تاسې د قران په ړنا او د پیغمبر ص په لارښونه د هر ډول ستونزو د حل توتان او ظرفیت لرو. راځۍ چې خپلې خپلمنځۍ ستونزې پخپله اوارې کړو.
ولسمشر اردوغان وویل چې موږ په خپلو منځونو کې د خبرو کولو په خاطر ترجمان او منځګړي ته اړتیا نه لرو. موږ عینې قبلې ته سجده کوونکي یو بل د زړه په ژبه پوه کولی شو. موږ مسلمانان حتا د نړۍ په سر د ټولو ستونزو د حل توان لرو.
تاسې وګورۍ کله چې مسلمانان چپه خوله کیني او د اسلامي نړۍ مشران لاس تړلي د نورو خولو ته کیني ، د هر مذهب پر وړاندې په ترسره کیدونکو ظلمونو سترګې پټې کړي ، فاسقان او فتنه اچوونکي لا ښه فرصت ترلاسه کوي. ترهګر او مدرن ترهګر فرصت ترلاسه کوي او موږ په خپلو منځونو کې د یو بل پر خلاف جنګوي.
نن ورځ په سوریه کې زموږ مسلمان ورورنه وژل کیږي. د سوریې په اړه پریکړې پردي کوي.
نن ورځ په نړۍ کې د عراق ، سوریې، فلسطین او ایران په اړه پریکړې اسلامي نړۍ نه د ملګروملتونو پنځه دایمي غړي هیوادونه کوي.
زه دلته ستاسې نه پوښتنه کوم چې ایا نړۍ د نوموړو ۵ هیوادونو نه عبارت ده؟ هر څه چې دوی وغواړي هماغسې باید وشي؟ نړۍ د ۵ هیوادونو نه لویه ده. نن ورځ د ملګرومتلونو په سازمان کې ۵۷ اسلامي هیوادونه غړیتوب لري. تاسې وګورۍ د امنیت شورا دایمي غړیتوب یواځې اروپا، اسیا او امریکا قارو ورکړ شوی دی . ایا په نړۍ کې نورې قارې او هیوادونه شتون نلري؟ ایا دا عدالت دی؟ نن ورځ نړۍ لومړنۍ نړۍوالې جګړې د اغیزو نه وتلې ده. شرایط بدل شوي دي . نن ورځ سیاستوال هم بدل شوي دي . که چیرې موږ او تاسې هم بدل نشو هیڅوخت بری نشو ترلاسه کولې.
نن ورځ ددې وخت رارسیدلی چې ددې بې عدالتۍ پر وړانډې غږ پورته کړو. نن ورځ د ملګروملتونو د امنیت شورا جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري. تاسې څه فکر کوۍ چې د ملګروملتونو ۱۹۶ غړي هیوادونه ټول ددې روانو حالاتو نه راضي دي؟
نه هر سړی ددې حالاتو نه سرټکوي. که چیرې موږ او تاسې دلته پدې مسلې خبرې وکړو او عمل ونکړو دا هیڅکومه ګټه نلري . موږ باید کینو او پدې اړه پریکړه وکړو او خپله پریکړه بیا عملي وکړو . هله به موږ بری ترلاسه کړو.
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د پاریس په لاریون کې د اسراییلو د لومړي وزیر په ګډون سخته نیوکه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل د اسراییلو لومړی وزیر چې د زرګونو تنو مظلومو او بې ګناه انسانانو په وینو لاسونه سره دي راځي او د پاریس په لاریون کې ګډون کوي.
په غزه کې اسراییلو ۲۷۰۰ تنه ښځې، ماشومان او بوډاګان په قتل ورسول. ایا د ملګروملتونو سازمان د خولې نه غږ پورته کړ؟ اروپايي ټولنې او د نړۍ نورو د بشري حقونو دفاع کوونکو سازمانونو غږ لوړ کړ؟ نه ټولو چپتیا غوره کړه. له بدله مرغه چې اسلامي نړۍ هم لکه څرنګه چې باید غږ لوړ کړی وای لوړ نکړ. ددې سره سره د اسراییلو لومړي وزیر د پاریس په لاریون کې چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډ پیغام په خاطر جوړ شوی وو ګډون وکړ. په لومړني کتار کې روان وو او خلکو ته يي لاسونه خورول. . لویدیځه نړۍ پدې ټولو سترګې پټوي . لویدیځه نړۍ د اسراییلو لخوا د لسګونو تنو خبریالانو په وژنې سترګې پټوي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه