د استانبول د سلطان احمد په میدان کې ځانمرګی برید وشو

175190
د استانبول د سلطان احمد په میدان کې  ځانمرګی برید وشو

د استانبول  د سلطان احمد په میدان کې د ګرځندوی پولیسو په میدان  ځانمرګی برید وشو. په برید کې یو تن پولیس شهید  او دوه تنه نور ټپیان شول  .د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  یوې ښځیه ځانمرګې برید کوونکې لومړی  په سیمه کې د پولیسو سره نښته کړې او وروسته يي د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول. د استانبول  والي خبریالانو ته وویل چې  یوه ښځینه ځانمرګې برید کوونکې د ماښام په ساعتونو کې  د سلطان احمد په میدان کې د ګرځندوی پولیسو  شعبې ته راغله  او په انګلیسې ژبه يی خبرې کولې . نوموړې ادعا کوله چې غلو ترینه  پیسې  پټې کړي. همداشان  برید کوونکې د پولیسو په شعبه کې د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول چې درې تنه پولیس ټپیان شول. په ټپیانو کې  یو تن په روغتون کې شهید شو.

برید کوونکې هم وژل شوې ده . په سیمه کې د احتمالي نورو چاودنو په خاطر  کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي . سیمه  د پولیسو لخوا محاصره شوې ده او د سیمې ځای ته هیچا ته د نږدې کیدو اجازه نه ورکول کیږي.

د برید له امله د استانبول د ښاري ریل ګاډي سفرونه درول شوي دي او پولیسو ته د احتمالي نورو بریدونو په خاطر  خبرداری ورکړ شوی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه