لوی درستیزوالۍ د هیواد د اردو ارقام د هیوادوالو سره شریک کړل

169080
لوی درستیزوالۍ د هیواد د اردو ارقام د هیوادوالو سره شریک کړل

د ترکیې لوی درستیزوالۍ د هیواد د وسله والو ځواکونو شمیره اعلان کړه .
د ترکیې لوی درستیزوالۍ د لومړي ځل لپاره د هیواد د اردو شمیره اعلان کړه . د لوی درستیزوالۍ د شمیرو له مخې د ترکیې د وسله والو ځواکونو په چوکاټ کې ۳۴۵ تنه جنرالان، ۳۹ زره ۵۱۱ تنه منصبداران، ۹۶ زره ۱۸۹ تنه خوردضابطان، ۲۲ زره مسلکي جاندارما، ۶ زره ۳۵۸ تنه مسلکي دلګې مشران او ۴ زره ۲۱۸ تنو اجیر سرتیرو په ګډون جمعآ ۶۲۹ زره ۵۹۳ تنه عسکري پروسونل دنده اجرا کوي.
د هیواد لوی درستیزوالۍ د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ د هیواد د اردو د پرسونل په اړه معلومات د هیوادوالو سره شریک کړل.
د نوموړو معلوماتو له مخې د ترکیې د اردو په چوکاټ کې ۳۱۲ تنه جنرالان د هوايي ، سمندري او پلو ځواکونو ، ۳۲ تنه د جاندارما ځواکونو او یو تن هم د سمندري امنیتي ځواکونو جنرال چې جمعآ ۳۴۵ تنه کیږي دنده اجرا کوي.
همداشان ۳۲ زره ۶۲۵ تنه منصبداران د هوايي ، مځکنیو او سمندري ځواکونو په چوکاټ کې ، ۶ ۲۶۱ تنه د جاندارما او ۶۲۵ تنه بیا د سمندري امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې دنده اجرا کوي.
همداشان د هیواد د هوايي ، مځکنیو او سمندري ځواکونو په چوکاټ کې بیا ۷۰ زره ۷۳۳ تنه خورد ضابطان، ۴۴ زره ۶۹۴ تنه مسلکي ډلګې مشران او ۴ زره ۲۱۸ تنه اجیر سرتیري دنده ترسره کوي.
په جاندارما ځواکونو ۲۳ زره ۹۶۶ تنه منصبدران، ۲۲ زره ۹۴۵ تنه مسلکي جاندارما او ۱۴ زره ۹۶۸ تنه هم مسلکی ډلګې مشران دنده اجرا کوي.
همداشان په هوايي ، مځکنیو او هوايي ځواکونو په چوکاټ کې ۲۹۰ زره ۸۷۶ تنه، د جاندارما په قومندانۍ کې ۱۱۳ زره ۳۲۲ تنه او سمندري امنیتي ځواکونو په قومندانۍ کې د ۱۸۲۹ تنو په ګډون جمعآ ۴۰۶ زره ۲۷ تنه سرتیري شتون لري.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې د اردو په چوکاټ کې ملکي مامورینو، کارګرانو او خدمې په ګډون جمعآ ۹۸۲ زره ۲۲۳ تنه خدمت کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه