۷۲ کلنې سپین سرې د ۸۲ کلن سپین سري سره واده وکړ

167106
۷۲ کلنې سپین سرې د ۸۲ کلن سپین سري سره واده وکړ

د ترکیې د سامسون په ښار کې یوې ۷۲ کلنې ښځې چې په خټه یونانۍ ده د اسلام مبارک دین قبول کړ. همداشان یادې شوې شوې ۷۲ کلنې سپین سرې د صفر بولات په نامه د ۸۲ کلن سپین سري سره واده وکړ.
د یادولو وړ ده چې ۷۲ کلنې سپین سری د واده نه وړاندې ویلي وو غواړي چې لومړی مسلمانه شي.
نوموړې د سامسون ولایت د مفتي په حضور کې د شهادت کلمه وویله او اسلام يي قبول کړ. د سامسون مفتي نوموړې ۷۲ کلنې سپین سرې ته د ګلزار نوم ورکړ.
۷۲ کلنې سپین سرې د اسلام د مبارک دین د منلو نه وروسته د سامسون ولایت د سپین سرو په میلمستون کې د ۸۲ کلن صفر بولات سره په رسمي نکاح واده وکړ.


د نوموړو نکاح د سامسون ولایت د حوزه د ولسوالۍ د ښاروالۍ د مدیر نجاتي قره اوغلان لخوا وتړل شوه. همداشان د ولسوالۍ ولسوال او ټولنیزو چارو مدیر د نکاح شاهدي وکړه.
۸۲ کلن صفر بولات وویل چې د میرمن ګلزار سره د خپل یو دوست په واسطه معرفي شوم . میرمن ګلزار د خپل لور سره ژوند کولو. وروسته مو د واده پریکړه وکړه او دادې نن مو په رسمي توګه نکاح وتړله.
د ویلو ده چې ۸۲ کلن صفر بولات او ۷۲ کلنه ګلزار د سامسون ولایت د حوزې ولسوالۍ د سپین سرو په میلمستون کې اوسیږي


پيوندونه:

اړوند خبرونه