په ترکیه کې یو ځل بیا د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه
د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ دوبه شوه
په ترکیه کې یو ځل بیا د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
د ناقانونو کډوالو کښتۍ د هوا د خرابوالي او سخت توپان له امله د هیواد د موغلا ولایت د بودروم د ولسوالۍ په سواحلو کې په سمندر کې ډوبه شوه. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د هیواد سمندري امنیتي ځواکونو د پلټنو په چارو پيل وکړ.
د پلټنو په ترڅ کې دوه تنه کډوالو ژغورل شوي او د پاتو د ژغورلو په خاطر عملیات دوام لري. دا چې په کښتۍ څو تنو ناقانونو کډوالو شتون درلود پدې اړه معلومات په لاس کې نشته. ژغورل شوي کډوال چې روغتیايي حالت يي ښه ندی په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
همداشان د نوموړو کډوالو د هویت په اړه هم څه ندي ویل شوي . تیره ورځ هم د هیواد سمندري امنیتي ځواکونو د ناقانونو کډوالو یوه کښتۍ چې د ډوبیدو په حال کې وه وژغورله. د یادولو وړ ده چې یو څه موده وړاندې په استانبول کې د افغان کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه چې له امله يي شاوخوا ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719021332)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719021332)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله