د ترکیې ولسمشر اردوغان د فلسطیني کورنۍ سره کړې ژمنه پر ځای کړه

163224
د ترکیې ولسمشر اردوغان د فلسطیني کورنۍ سره کړې ژمنه پر ځای کړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لبنان کې میشتې فلسطیني کورنۍ سره کړې ژمنه پر ځای کړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په ۲۰۱۰ کال کې د لبنان ته د خپل سفر په مهال د فلسطیني کورنۍ سره لیدنه کړې وه او هغوې سره يي د ترکیې د تابعیت ژمنه کړې وه ژمنه عملي کړه. په لبنان کې میشت د اردوغان شیناء کورنۍ ته د ترکیې تابعیت ورکړ شو.
فلسطیني کورنۍ چې د ډیرو اوږدو کلونو راهیسې په لبنان کې د مهاجرت شپې او ورځې تیرولې تیره اوونۍ د ترکېې تابعیت ترلاسه کړ. د یاد شوې فلسطیني کورنۍ مشر محمد شیناء وویل چې په ۲۰۱۰ کال کې د فلسطین په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان غوڅ دریځ او د فلسطین د مظلومو خلکو نه د کلکې دفاع له امله په خپل زوی د اردوغان نوم کیښود. په همدې کال کې ولسمشر اردوغان سره د لیدنې نصیب وشو .
نوموړي زیاته کړه د ولسمشر اردوغان سره ډیره زیاته مینه لري. د اردوغان لیدو ته ډیر لیواله وو. په ۲۰۱۰ کال کې خبر شوم چې اردوغان د لبنان د سیدا ښار ته راځي او د یو روغتون د پرانیستو په مراسمو کې ګډون کوي. پدې مراسمو کې مې یواځې او یواځې د اردوغان د لیدو په خاطر د ګډون پریکړه وکړه. په مراسمو کې د ګډون نه وړاندې په ولسي جرګه کې د سیدا د خلکو استازي بحیه الحریري راسره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او رانه يي غوښتنه وکړه چې زوی دې اردوغان شیناء د ځان سره مراسمو ته راوله. موټر راغلی او موږ يي مراسمو ته بوتلو. د اردوغان سره مې لیدنه وکړه . ولسمشر اردوغان زما زوی په غیږ کې واخیست او زموږ د ژوند په اړه يي پوښتنه وکړه. وروسته يی موږ سره ژمنه وکړه .
په لبنان کې د فلسطینیانو د حقونو نه د څار ادارې مسله تعقیب کړه او په بیروت کې د ترکیې د سفارت سره اړیکه ونیوله.
زه پوهیدم چې اردوغان په خپله ژمنه ولاړ انسان دی او یو ورځ نه یو ورځ موږ ته د ترکیې تابعیت راوځي.
نوموړي وویل د اردوغان په څیر یو مشر چې په خپلو چارو کې ډیر مصروف هم دی خو بیا هم موږ يي هیر کړي نه یو. دا په واقعیت سره چې یو مشر دی او د ستایلو وړ دی . نوموړي وویل تر اوسه پورې یواځې د یو کډوال په توګه په کمپ کې ژوند کولو خو اوس د ترکیې د تابعیت سره يي مخه پرانیستل شوه. اوس د ټولو حقونو نه برښمند شوم.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه