د ترکیې سمندري پولیسو د کډوالو د لویې فاجعې مخنیوی وکړ
د ترکیې سمندري امنیتي ځواکونو ۲۰۰ تنه ناقانونه کډوال چې کښتۍ په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې وه وژغورل .
د ترکیې سمندري امنیتي ځواکونو ۲۰۰ تنه ناقانونه کډوال چې کښتۍ په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې وه وژغورل .
۲۰۰ تنو ناقانونو کډوالو چې اروپا ته د تلو هڅه کوله کښتۍ د سمندر په منځ کې د نامعلومو لامل له امله په ډوبیدو شوه چې په وخت سره د امنیتي ځواکونو لخوا وژغورل شول.
د مرسین د کره دوار په د ولسوالۍ په سواحلو کې د ۲۰۰ تنو ناقانونو کډوالو کښتۍ اوبه واخیستې او په ډوبیدو شوه. په سیمه کې کب نیوونکو کښتیو سمدلاسه امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړ .
ویل کیږي کښتۍ د دروند بار او خرابې هوا له امله د سمندر په څپو کې راګیر شوه او اوبه يي واخیستې. د کښتۍ چلوونکي او امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې کښتۍ وچې ته راوویستل شوه . ویل کیږي یو شمیر کډوالو سمندر ته غورځیدلي وو چې د امنیتي ځواکونو لخوا وژغول شول.
په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. د کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي ،.
د یادولو وړ ده چې یو څه موده وړاندې په استانبول کې د افغان کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه چې له امله يي شاوخوا ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله