خالد مشعل د عدالت او پراختیا ګوند په کانګره کې ګډون وکړ

162304
 خالد مشعل د عدالت او پراختیا ګوند په کانګره کې ګډون وکړ

د حماس د ډلې مشر خالد مشعل چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی نن د عدالت او پراختیا واکمن ګوند په کانګره کې ګډون وکړ.
خالد مشعل د عدالت او پراختیا ګوند په پنځمه بیړنۍ کانګره کې چې د قونیې په ولایت کې جوړه شوې ده ګډون وکړ.
د یادولو وړ ده چې پدې کانګره کې د هیواد لومړی وزیر او د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مشر احمد داوود اوغلو هم ګډون کوي. خالد مشعل د الله اکبر د تکبیرونو سره سالون ته داخل شو. په سالون کې د خالد مشعل نه د تکبیرونو او د حماس په پلوي او اسراییلو پر خلاف د شعارونو سره تود هر کلی وشو.
خالد مشعل په سالون کې ګډونوالو ته سلام او د هغوې ددې تود هر کلي نه مننه وکړه .
خالد مشعل په کانګره کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ما په نړۍ کې مسلمانانو د مقامت د سمبول د غزې د خلکو تاوده سلامونه تاسې ته راوړي دي. هغه ملت ته مې د غزې د خلکو سلامونه راوړي دي چې په غزې د لګیدلې محاصرې د ماتولو په خاطر يي خپل ۹ تنه بچیان قرباني کړل. د الله د دربار نه خپل دې ۹ تنو ورورونو او ټولو شهیدانو ته مغفرت او رحمت غوښتنه کوم. مشعل وویل هر څومره چې زه په ترکي ژبه نه پوهیږم خو ستاسې د زړه په غږونو ډیر ښه پوهیږم. موږ د عدالت او پراختیا د واکمن ګوند او ستاسې نه ډیره مننه کوو. مشعل وویل په زړه کې ډیر څه د ویلو لپاره لرم خو دومره وایم چې قوي ترکیه ، قوي قونیه د قوي فلسطین ، قوي غزې او قوي بیت المقدس په معنا دی. انشاالله چې بری زموږ او ستاسې په نصیب کې دی.
ترکیه د دیموکراسۍ، استقرار او په نړۍ کې د ځواک او طاقت په برخه کې د ټولو مسلمانانو ویاړ سرچینه ده . مشعل وویل لکه څرنګه چې د تاریخ په اوږدو کې په سلګونو کلونه تاسې د بیت القدس نه دفاع کړې ده ددینه وروسته به موږ هم دفاع وکړو . انشاالله چې بیت المقدس او فلسطین به ددې روانو شرونو نه وژغورل شي .
د عدالت او پراختیا په ننۍ کانګره کې ګډون زما لپاره ستر ویاړ دی ، ستاسې د میلمه پالنې او مرستو نه مننه کوم. انشاالله چې موږ به هم تاسې په خپله کانګره کې ووینو .


پيوندونه:

اړوند خبرونه