د ترکیې امنیتي ځواکونو افغان کډوال د ډوبیدو وژغورل

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۲۴ تنه ناقانونه کډوال چې ډیری افغانان دي ونیول.

160523
د ترکیې امنیتي ځواکونو افغان کډوال د ډوبیدو وژغورل

د ترکیې سمندري امنیتي ځواکونو  د ناقانونه کډوالو د یوې بلې لویې فاجعې مخنیوی  وکړ.

د ترکیې سمندري امنیتي ځواکونو د ایژې په سمندر کې  ۲۴ تنه ناقانونه کډوالو چې ډیری  افغانان  دي  د ډوبیدو نه وژغورل.

د انسان چاقبرانو چې ۲۴ تنه د اروپا په بهانه  د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم  په سواحلو کې  په یوې کښتۍ کې د سمندر په منځ کې پریښې وو  د ترکیې د سمندري امنیتي ځواکونو لخوا وژغورل شول.

د ترکیې سمندري امنیتي ځواکونو  د یادو شوو ۲۴ تنو د ژغورلو نه وروسته  نوموړي د موغلا ولایت د امنیي قومندانۍ ته  وسپارل. د موغلا د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې نیول شوي ناقانونه کډوال د افغانستان، سوریې او میانمار وګړي دي. د معلوماتو له مخې  د نوموړو ۲۴ تنو ډیری  د افغانستان وګړي دي. پولیسو ویلي دي چې د انسان قاچاقبرانو نوموړي ۲۴ تنه ناقانونه کډوال اروپا ته د بیلولو په بهانه  په سمندر کې پریښې وو چې کښتۍ يي د ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ وه. کښتۍ د هیواد  د سمندري امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال  تثبیت  او په کښتۍ کې سپاره کډوال وژغورل شول.

د یادولو وړ ده چې یو څه موده وړاندې  د ترکیې د استانبول په ښار کې د ناقانونه افغان کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه چې له امله يي شاوخوا ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه