تركيې په اردن كې د وسلې جوړولو فابريكه پرانيستله.
د تركيې د دفاعي او الكترونيكي صنايعو شركت ASELSAN د اردن په هېواد كې د پانګې اچوونې سره خپله لومړنۍ فابريكه پرانيستله.
دا فابريكه پرون د اردن د پادشاه دويم عبدالله لخوا د يو لړ مراسمو په ترڅ كې پرانيستل شوه. پدې فابريكه كې به د سرحدي ځواكونو لپاره نظامي وسايل جوړ شي. دا فابريكه كې چې منځنى ختيځ يا Middle East نوميږي پكې د شپې لخوا د ليدنې وړتيا لرونكي پرمختللي دوربينونه، د سرتېرو لپاره نظامي خولۍ، د وسلو دوربينونه او داسې نور وسايل توليدوي.
ددې شركت د چارواكو په وينا په فابريكه كې نه يواځې د سرتېرو لپاره بلكې د نظامي موټرانو او ټانكونو لپاره هم دوبينونه توليږي.
په پام كې ده چې د منځني ختيځ هېوادونو ته د تركي وسلو د صادارتو يوه برخه كې به د اردن له هېواده ترسره شي. ددې شركت چارواكي وايي چې د جنوبي آسيا بازار ته د ننوتلو لپاره مالېزيا په هېواد كې د يوې فابريكې د جوړولو هوډ لري.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله