اردوغان: مسلمانان د ورورولۍ پرته بله چاره نه لري.
ولسمشر رجب طيب اردوغان په استانبول كې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د وفات په كليزه كې يوې غونډې ته د وينا پرمهال يو ځل بيا د نړۍ مسلمانان اتفاق او ورورولۍ ته را وبلل.
اردوغان د مولانا جلال الدين د وفات په ۷۴مه كليزه كې د نوموړي روح ته د دعا په كولو سره څرګنده كړه چې مولانا هغه شخصيت دى چې له ننه څه باندې ۷ پېړۍ وړاندې له افغانستانه د اناتوليا خاورې ته راغلى د مسلمانانو ملتونو ترمېنځ يې د ورورولۍ، مينې او شفقت تخمونه وكرل. ``اوسمهال په سيمه كې د مسلمانانو ملتونو ترمېنځ د بې اتقافۍ يو مهم لامل د مونالا په څېر د اسلامي فيلسوفانو د آثارو نه چې د قران كريم او احاديثو آينه ده مخه ګرځول دي.
ولسمشر اردوغان زياته كړه چې ``د مولانا فلسفې له ننه اوه پېړۍ وړاندې د سيمې د مسلمانانو ترمېنځ د حسد، نفاق او بد نيت ريښې ويستلې وې او پر ځاى مينه كرلې وه. د مولانا په فلسفه كې مينه، يووالى او نيك نيت پروت دى. ``
ولسمشر اردوغان د نړۍ مسلمانانو په خطاب كې وويل چې `` زموږ قبله يوه ده، آذان مو شريك دى او پيغمبر مو د ټول انسانيت لپاره ډالۍ ده. د ورورولۍ او محبت پرته بله چاره نه لرو. اتفاق او نېك نيت زموږ د اسلامي تمدن په زړه پورې ميراث دى.``
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله