د تركيې د نظامي توليداتو صادرات ۳۵% ډېر شوي دي.

145773
د تركيې د نظامي توليداتو صادرات ۳۵% ډېر شوي دي.

د تركيې د ټانك جوړولو سكتور د تېر كال د اكتوبر په مياشت كې د ۱۱۰ ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې سږ كال يې په يوه مياشت كې د ۳۵ سلنې په زياتوولو سره دا شمېره ۱۴۷ ميليونو ډالرو ته لوړه كړه.
د دفاعي صنايعو په برخه كې بيا د ۲۰۱۴ كال په لومړيو ۱۱ مياشتو كې د يو ميليارد ۴۷۲ ميليونو ډالرو په اندازه وسلې او مهمات نورو هېوادونو ته صادرې شوي دي.
د تركيې دفاعي صنايع د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو ته صادرات لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه