اردوغان : د حق نه دفاع او باطل پر خلاف مبارزې ته به دوام ورکړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه به د ظلم ، بې عدالتۍ او ظالمانو پر خلاف مبارزه او د مظلوم د حق نه دفاع ته دوام وکړي.

143397
اردوغان : د حق نه دفاع او باطل پر خلاف مبارزې ته به دوام ورکړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه به د ظلم ، بې عدالتۍ او ظالمانو پر خلاف مبارزه او د مظلوم د حق نه دفاع ته دوام وکړي. ترکیه به د نړۍ هر ګوډ ته د مظلوم غږ ورسوي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د دسمبر لسمه د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې له امله  پيغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه به د نړۍ په هر ګوډ کې د ظلم، بې عدالتۍ او باطل خلاف مبارزې او د مظلوم د حق نه دفاع ته دوام ورکړي. ترکیه به د نړۍ هر ګوډ ته د مظلوم غږ ورسوي. ولسمشر اردوغان زیاته کړې ده سره ددې چې  د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې د اعلانیدو نه  ۶۶ کلونو تیریږي  خو له بده مرغه چې  نن هم  د  نړۍ په بیلابیلو سیمو کې  د بشر حقونه  د خپو لاندې کیږي.

نن  ورځ په نړۍ کې  ظالمان پرته  د سزا  ګرځي او د مظلوم په غږ  غوږونه  پټیږي.
موږ د ټولو هغه کسانو پر خلاف چې زموږ د غږونو د ټپولو هڅه کوي او زموږ پر خلاف کمپاینونه کوي په نړۍ کې د حق پلوي او د باطل پر خلاف مبارزه وکړو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه