په ۱۹۳۵ کال کې د قانون له مخې پلورل شوي جوماتونه راګرځول کیږي

142066
 په ۱۹۳۵ کال کې د قانون له مخې پلورل شوي جوماتونه راګرځول کیږي

په ترکیه کې ټول هغه جوماتونه چې په ۱۹۳۵ کال کې د یو قانون له مخې پلورل شوي ول بیرته اخیستل کیږي او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل کیږي.
د هیواد د وقفونو عمومي مدیر عدنان ایرتم وویل چې په تیرو ۱۲ کلونو کې په هیواد کې څه باندې ۴ زره سپڅلي مکانونه بیرته رغولي دي.
نوموړي وویل چې په ترکیه کې په تیرو ۱۲ کلونو کې دومره تاریخي اثار رغول شوي چې د جمهوریت په تاریخ کې ساری نه لیدل کیږي.
نوموړي وویل یو زیات شمیر تاریخي جوماتونه چې په ۱۹۳۵ کال کې د راویستل شوي قانون له مخې پلورل شوي وو او یا تړل شوي وو بیرته اخیستل شوي او د مرمت او بیارغولو نه وروسته د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي .
نوموړي وویل پدې چوکاټ کې په استانبول کې یو زیات شمیر تاریخي اثار چې ورک شوي وو له سره جوړ او مرمت شوي دي.
نوموړي زیاته کړه په ۱۹۳۵ کال کې یو قانون راوویستل شو چې له مخې ټول هغه جوماتونه چې په ۵۰۰ مترۍ کې د یو بل سره قرار لري د لږ جماعت خاوند جومات باید وپلورل شي . چې ددې قانون له مخې یو زیات شمیر جوماتونه وپلورل شول.
ددې جوماتونو بیرته راستنولو په خاطر مو کار پيل کړی دی او دا ټول بیرته د دولت لخوا راګرځول کیږي او د مرمت او بیارغوونې نه وروسته د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل کیږي.
ایرتم وویل چې د ۲۰۰۲ کاله تر ۲۰۱۴ کاله پورې په هیواد کې څه باندې ۴ زره تاریخي او سپڅلي اثار مرمت شوي دی .
پدې تاریخي اثارو کې چې ډیری جوماتونه دي ، تاریخي درګاه ګانې، مدرسې او حمامونه هم شتون لري.
تر اوسه پورې مو څه باندې سل جوماتونه د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستي دي او دا لړۍ دوام لري. ټول هغه جوماتونه چې پلورل شوي هغه به راوګرځو او د لمونځ کوونکو پر مخ به يي پرانیزو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه