د ترکیې یو تن سرتیري خپل دوه تنه ملګري سرتیري په ډزو ووژل

383617
د ترکیې یو تن سرتیري خپل دوه تنه ملګري سرتیري په ډزو ووژل

د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د جیلان پنار په ولسوالۍ کې د سوریې سره په پولو کې درې تنه ترکي سرتیري شهیدان شول.
د هیواد لوی درستیزوالۍ د معلوماتو له مخې تیره شپه په ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو یو تن سرتیري د نامعلوم لامل له امله خپل دوه تنه ملګري سرتیري په ډزو ووژل او وروسته يي انتحار وکړ.
د یادولو وړ ده چې د سیمې نه په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي وو چې یاد شوې درې تنه سرتیري د سوریې له لورې د ترسره شوي یو برید له امله شهیدان شوي چې د سهار په ساعتونو کې د څیړونو نه وروسته پیښه روښانه شوه.
د هیواد لوی درستیزوالۍ اعلان وکړ چې پیښه کومه ترهګریزه پیښه نده. لوی درستیزوالۍ وویل چې یو تن سرتیري د بعضو روحي فشارونو له امله لومړی خپل دوه تنه ملګري سرتیري او وروسته ځان ووژلو.
په څیړونو کې دا څرګنده شوه چې مرۍ پخپله د شهید شوو درې تنو سرتیرو نه د یو تن د ټوپکه وتلي دي .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نظامي څارنوال په سیمه کې څیړنې پیل کړي دي .
د بله پلوه د شانلي اورفا والي هم په وروستیو څرګندونو کې وویل چې دا کومه ترهګریزه پیښه نده او سرتیري پخپله د یو تن بل سرتیري لخوا شهیدان شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه