په تركيه كې جنګي جټ الوتكه الوتكه نسكور شوه.

د تركيې د هوايي ځواكونو اړوند يوه اېف – ۱۶ جنګي جټ الوتكه د الوتنې نه لنډه شېبه وروسته نسكوره شوې ده.

210511
په تركيه كې جنګي جټ الوتكه الوتكه نسكور شوه.

 د وسله والو ځواكونو د لوى درستيز د مقام د خبرپاڼې په اساس نن په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو اېف - ۱۶ ډوله جنګي جټ  الوتكه د تركيې په شمال كې د اماسيا په ولايت كې د هوايي ډګر نه الوتې وه چې ددې ولايت په مربوطاتو كې نسكوره شوې ده.
د الوتكې پيلوټ د پراشوټ په واسطه ځان ګوزار كړى او ژغورل شوى دى. د پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي خو اړوندو ادارو څېړنې پيل كړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه