په ترکیه کې د افغان کډوالو د یوې بلې فاجعې نه مخنیوی وشو
په ترکیه کې ۱۰۱ تنه ناقانونه کډوالو ونیول شول.
په ترکیه کې ۱۰۱ تنه ناقانونه کډوالو ونیول شول.
د ترکیې امنیتي ځواکونو د انتالیا ولایت د فینیکي په ولسوالۍ کې ۱۰۱ تنه ناقانونه کډوالو چې د سمندر له لارې ایټالیا ته د تیریدو هڅه کوله ونیول .
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې یاد شوي ناقانونه کډوال چې د ناقانونو لارو څخه ترکیې ته راغلي ول غوښتل چې په ناقانونه توګه د سمندر له لارې ایټالیا ته تیر شي چې ونیول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یاد شوي کډوال د افغانستان، ایران،سوریې ، سوډان او بورما وګړي دي. ویل کیږي په نیول شوو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
په خبر کې راغلي دي چې یادو شوو کډوالو غوښتل په یوې زړې کښتۍ کې اروپا ته سفر وکړي چې کښتۍ د اروپا په لورې د حرکت کولو نه وړاندې خرابه شوه .
په یادې شوې کښتۍ چې په پام کې وه چې ۴۰۰ تنه ناقانونه کډوال سپاره کړی شي چې د لویې فاجعې د رامنځته کیدو نه مښکې کښتۍ د حرکت نه مښکې خرابه شوه.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت په استانبول کې د افغان کډوالو کښتۍ د نامعلوم لامل له امله په سمندر کې ډوبه او په کښتۍ کې د سپرو ۳۶ تنو نه ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پولیسو نیول شوي ناقانونه کډوال د انتالیا د امنیې قومندانۍ د بهرنیو وګړو څانګې ته سپارلي او د تحقیقاتو نه وروسته به د هیواد د پولو نه وویستل شي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719035002)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719035002)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله