افغانستان،ترکیې او پاکستان په ګډه نظامي تطبیقات ترسره کړل

د ترکیې په پلازمینه انقره کې د افغانستان، ترکیې او پاکستان ځانګړو ځواکونو ګډ نظامي تطبیقات ترسره کړل.

209329
افغانستان،ترکیې او پاکستان په ګډه نظامي تطبیقات ترسره کړل

د ترکیې په پلازمینه انقره کې د افغانستان، ترکیې او پاکستان ځانګړو ځواکونو ګډ نظامي تطبیقات ترسره کړل.
دا تطبیقات د پلازمینې انقرې د ګول باشي په ولسوالۍ کې ترسره شول. دا تطبیقات چې د هیواد د ځانګړو ځواکونو د قومندانۍ لخوا جوړ شوي وو د ځانګړو ځواکونو سربیره دوه تعرضي چورلکو، ۴ S70 ډوله چورلکو او یوې ټرانسپورتي الوتکې ګډون کړی وو. په تطبیقاتو کې د افغانستان او پاکستان ځانکړو ځواکونو ګډون کړی وو.
د ویلو ده چې په تطبیقاتو کې د جوړې شوې سناریو له مخې ځانګړو ځواکونو د ترهګرو په دوو جلا جلا غونډو چاپه واچوله.
د تطبیقاتو په دویمه برخه کې بیا د ترکیې ، افغانستان او پاکستان د ژغورنې ډلو د زلزلې پر مهال د خاور او تیګو لاندې د بندو پاتوکسانو د ژغورنې په خاطر په ګډه کار وکړ.
د تطبیقاتو په ترڅ کې د برمته شوو کسانو د ژغورنې په خاطر ځانګړې عملیات ترسره شول. د درې واړو هیوادونو ګډو ځانګړو ځواکونو د تښتول شوو کسانو د ژغورنې په خاطر په یو کور په ګډه توګه چاپه واچوله.
تطبیقات په ډیر بریالیتوب سره پایته ورسیدل. پدې تطبیقاتو کې د افغانستان نه شلو تنو ځانګړو ځواکونو ګډون کړی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه