د اسلام سره دښمني توره تاریخي لکه

209415
د اسلام سره دښمني توره  تاریخي لکه

د اسلام سره دښمني یوه توره تاریخي لکه ده.
د کاتولیکې نړۍ دیني مشر پاپ فرانسیس تیره ورځ د درې ورځنې رسمي سفر په ترڅ کې ترکېې ته راغلی.
پاپ په ترکیه کې لومړی د ولسمشر رجب طیب اردوغان او وروسته د هیواد د دیني چارو د عمومي ریس پروفیسور ډاکټر محمد ګورمز سره لیدنه وکړه.
د کاتولیکې نړۍ دیني مشر پاپ فرانسیس د هیواد د دیني چارو د ریس سره د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د هیواد د دیني چارو ریس په خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې دا جغرافیه د پرون په څیر نن ورځ هم د مختلفو ژبو، دینونو، مذهبونو، کولتورونو او لارو د پلویانو کوربه توب کوي او پدې جغرافیه کې بشري ارزښتونو ته ډیر ارزښت ورکول کیږي. دا جغرافیه د سولې او صمیمیت په فضا کې په ګډه توګه د ژوند کولو د مدنیت استازیتوب کوي.
لکه څرنګه چې ټوله نړۍ پوهیږي د اسلام مبارک دین د سولي، ورورولۍ او ښېګڼې دین دی. پدې وروستیو کې بعضو وحشتونو او ضد بشري کړنو ته د اسلام پوخ ورکول کیږي چې دا پخپله د الله تبارک وتعالی پر وړاندې عصیان دی. موږ د مسلمانانو په توګه دا ډول وحشتونه او ضد بشري کړنې غندو.
لکه څرنګه چې پوهیږۍ پدې وروستیو کې په فلسطین کې د امیدونو او هیلو د لمنځه وړو اړوند بعضې پرمختګونه رامنځته کیږي. په ځانګړې توګه د الهي دینونو په ګډ سپڅلي مکان مسجدالاقصی او د فلسطین په مظلومو او بې ګناه خلکو بریدونه او تیري کیږي چې دا مسله د ټولو چې وجدان د صاحب وي زړه سوري کوي.
همداشان په لویديځه نړۍ کې په ښکاره توګه د اسلام سره دښمني او په هلته په میشتو مسلمانانو د فشارونو واردول او په هغوې ناحقه توګه لفظي او فزیکي بریدونه په اصل کې د نړۍ سولې او ثبات ته ګواښ جوړوي.
د اسلام د مبارک دین سره دښمني یوه تور تاریخي لکه ده .
پدې خبري غونډه کې د کاتولیکې نړۍ دیني مشر پاپ فرانسیس هم په خپله وینا کې په ډیالوګ د ټینګار سره وویل چې د کاتولیکي نړۍ د مشرانو د دندې نه یوه هم نورو هیواونو نه د سفر پر مهال د مختلفو دینونو د چارواکو او استازو سره لیدنه ده. که چیرې موږ دا کار ونکړو زموږ سفر کومه معنا نه ورکوي.
پاپ فرانسیس په خپله وینا کې منځني ختیځ روانو ستونزو ته په اشارې سره وویل چې نن ورځ په سوریه او عراق کې لویه تراژیدي دوام لري. ښځې ، ماشوم، سپین ږیري، میندې او پلرونه په غم او درد کې ډوب دي او د خپلو کورونو نه نورو سیمو ته کډوالۍ ته اړ کیږي.
ددې سربیره په یو زیات شمیر سیمو کې خلک د فراطي ډلو د شدت او تاوتریخوالي له امله ځوریږي چې دا پخپله زموږ لپاره د اندیښنې وړ خبره ده. په یو زیات شمیر سیمو کې شدت او تاوتریخوالي زموږ سپڅلي مکانونه ، څلي، دیني سمبولونه او کولتوري میراثونه له منځه یوړل او غواړي چې د ټولو ارزښتمندو شیانو نښې او نښانې پاکې کړي .
د یادولو وړ ده چې پاپ فرانسیس نن په استانبول کې لومړی د والي او وروسته د استانبول د لوی مفتي سره لیدنه وکړه .
پاپ د استانبول د سیمه ییزو چارواکیو په ملګرتیا لومړی د فاتح سلطان احمد د جومات نه او وروسته د ایه صوفیه د موزیم او جومات نه لیدنه وکړه.
پاپ د استانبول د مفتي سره په ګډه د دفاع په مراسمو کې ګډون وکړ.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه