د پكتيكا د خونړي بريد په اړه د تركيې د همدردۍ پيغام

د تركيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلامېې په خپرولو سره د افغانستان د پكتيكا د ولايت د يحيى خېلو په ولسوالۍ كې په خونړي ځانمرګي باندې ژوره خواشينې ښودلې ده او د قربانيانو كورنيو ته يې د جميل صبر غوښتنه كړې ده.

204459
د پكتيكا د خونړي بريد په اړه د تركيې د همدردۍ پيغام


د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت اعلاميه په دې ډول ده.
( په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې افغانستان د پكتيكا ولايت د يحيى خېلو په ولسوالۍ كې د نوامبر د مياشتې په ۲۳مه نېټه د واليبال د سياليو پرمهال ځانمرګى بريد شوى دى چې پكې د لومړنيو شمېرو له مخې ۵۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه تر ۸۵ زيات ټپيان شوي دي.
په بريد كې وژل شوو افغانانو ته د لوى الله ج نه د مغفرت او خپلو خپلوانو ته يې د جميل صبر غوښتونكي يو.
دا بريد چې د افغانستان سولې او استقرار ته لوى ګواښ دى په كلكو ټكو غندو. پدې پوره باور لرو چې دا ډول بريدونه به د هېواد د پرمختګ پر لار د افغان ولس ارادې ته هېڅ ډول زيان ونه رسوي. يو ځل بيا يادونه كوو چې تركيه به د افغان ولس سره خپلو مرستو او هر ډول ملاتړ ته دوام وركړي.)


پيوندونه:

اړوند خبرونه