اردوغان: د ښځې او نر ترمېنځ مساوات فطرت نه مني.

ولسمشر رجب طيب اردوغان نن د ښځو او عدالت په سرمشريزه كې د وينا پرمهال يو ځل بيا د لوديځو هېوادونو په دوه مخي سياست باندې نيوكه وكړه.

203806
اردوغان: د ښځې او نر ترمېنځ مساوات فطرت نه مني.

ولسمشر اردوغان په سرمشريزه كې د ښځو او نارينه وو ترمېنځ د مساواتو موضوع ته په اشارې سره وويل چې دا ډول مساوات د انساني فطرت سره په ټكر كې دي. اردوغان زياته كړه چې هېڅوك نشي كولاى چې ښځه او نر سره مساوي اعلان كړي. دا د فطرت سره په ټكر كې دي. د دواړو طبعيتونه او فزيكي شرايط له يو بل سره توپير لري. په كاري ژوند كې يوه مېندواره ښځه د نارينه سره په ګډه د ورته شرايطو لاندې كار كولو ته نشئ اړ ويستلى. هغه مور چې مجبوره ده خپل ماشوم ته شيدې وركړي د نارينه سره په كاري ډګر كې مساوي نه ده.``
د لوديځ دوه مخى سياست
ولسمشر رجب طيب اردوغان په نړۍ كې د روانو چارو په اړه د نړيوالو دوه مخي سياست باندې هم نيوكه وكړه او څرګنده يې كړه چې `` پداسې حال كې چې په نړۍ كې د كميابه كبانو د نسل د لمنځه تللو د مخنيوي په موخه ددې كبانو د ښكار د بندولو لپاره نړيوالې سرمشريزې جوړيږي خو په سوريه او فلسطين كې د زرګونو ماشومانو او ښځو د وژل كېدو پر وړاندې ټول چوپه خوله پاتې كيږي.``
اروغان څرګنده كړه كه چېرې د چاپېريال ساتنې پر وړاندې د حساسيت هومره په سوريه او فلسطين كې د ملكي وګړو د وژل كېدو پر وړاندې حساسيت وښودل شي د منځني ختيځ حالات به څه نا څه نورمال شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه