ترکیې د اسراییلو حکومت وروستۍ پریکړه وغندله

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو لخوا په ختیځ بیت المقدس کې د نوو کورونو جوړولو پریکړه په کلکو ټکو وغندله.

200062
ترکیې د اسراییلو حکومت  وروستۍ پریکړه وغندله

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو لخوا په ختیځ بیت المقدس کې د نوو کورونو جوړولو پریکړه په کلکو ټکو وغندله.
د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ً د اسراییلو لخوا په ختیځ بیت المقدس کې په دوو جلا جلا سیمو کې د ۷۸ غیري قانوني کورونو جوړولو په اړه پریکړه په کلکه توګه غندو.
په خبر پاڼه کې زیاته شوې ده ً د اسراییلو حکومت د ترکیې او ټولې نړۍ د سختو غبرګونو او غندونو سربیره نړۍوال حقوق په هیڅ شمیري او د خپو لاندې کوي. دا ډول یو پلوې پریکړې پرته ددې چې په سیمه کې شدت او تاوتریخوالي کچه لوړه کړي بله کومه ګټه نلري. د اسراییلو دا دریځ په ښکاره توګه دا ښايي چې ددوی هدف سوله او ثبات نه بلکه بل څه ته خدمت کول دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه