اردوغان:په مسجد الاقصی برید په ترکیې او ټولو مسلمانانو برید دی

د اسراییلو حکومت په مسجد الاقصی کې په لمونځ کوونکو لګولي ځیني بندیزونه لرې کړل.

200495
اردوغان:په مسجد الاقصی برید په ترکیې او ټولو مسلمانانو برید دی

د اسراییلو حکومت په مسجد الاقصی کې په لمونځ کوونکو لګولي ځیني بندیزونه لرې کړل. د ویلو ده د اسراییلو حکومت ددینه وړاندې د ۵۰ کلونو د عمر نه د کم عمر خاوندانو ته به په مسجد الاقصی کې د جمعې د لمانځه اجازه نه ورکوله چې نن يي دا بندیز لرې کړ.
په تیرو ورځو کې د اسراییلي ځواکونو لخوا په مسجد الاقصی د برید نه وروسته په ځانګړې توګه ترکیې د اسراییلو پر خلاف سخت غبرګون وښود او نړۍ يي هم د اسراییلو پر خلاف سخت غبرګون ته وبلله.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په الجزایر کې د ترکیې – افریقا په دویمه سرمشریزه کې په مسجد الاقصی برید په ترکیې او په ټولو مسلمانانو د برید په توګه ترینه یادونه وکړه .
اردوغان وویل چې مسجد الاقصی یواځې د فلسطین نه بلکې د ټولې نړۍ د مسلمانانو لومړنۍ قبله او سپڅلی مکان دی. اردوغان یو ځل بیا وویل چې د فلسطین مسله زموږ د ټولو ګډه مسله ده او د فلسطین نه به ملاتړ ته دوام ورکړي.
اسراییلو په ځانګړې توګه د ترکیې د سختو غبرګونونو نه وروسته په مسجد الاقصی کې په لمونځ کوونکو لګولي ځیني بندیزونه لرې کړل.
اسراییلي ځواکونو د جمعې د لمانځه نه مښکې لومړی په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر ونیول او وروسته يي په سلګونو تنه سرتیري په سیمه کې ځای په ځای کړل.
د بله پلوه اسراییلو ویلي دي چې ۴ تنه فلسطینیان يي په بهرنیو چارو وزیر لیبرمن د برید کولو د هوډ لرو په تور نیولي دي .
اسراییلو ویلي دي چې د نیول شوو کسانو نه درې تنه د حماس د ډلې غړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه