د ترکیې په محبسونو كې د بهرنيو بنديانو شمېره

د تركيې په محبسونو كې د نړۍ د ۱۰۸ هېوادونو نه ۲ زره ۹۳۶ تنه بنديان ساتل كيږي چې په بېلابېلو جرمونو نيول شوي دي.

195178
د ترکیې په محبسونو كې د بهرنيو بنديانو شمېره


د تركيې د عدليې د وزارت د شمېرو له مخې د تركيې په محبسونو كې تر ډېره حده د ګاونډيو هېوادونو هېوادوال بنديان دي. پدې لړ كې د ۶۲۲ كسانو سره د سوريې هېودوال لومړى ځاى لري. دويم ځاى بيا د ۴۲۶ كسانو سره د ايران او دريم ځاى د ۲۰۸ محبوسينو سره د ګرجستان هېواد ځاى لري.
سربېره پر دې د لاتيني امريكا د ۱۳ هېوادونو نه ۲۰۸ تنه بنديان هم شته دى چې ډيرى يې د نشه ايي توكو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
دا پداسې حال كې ده چې د عدليې وزارت وايي چې د تركيې د جيو ستراتيژيك موقعيت له مخې د بهرنيو تګ راتګ د ډېرېدو په حال كې دى. ددې سره په موازي توګه د جرايمو كچه هم لوړيږي. سربېر پر دې د افغانستان په ګډون د يو شمېر بې وزلو هېوادونو لسګونه هېودوال په تركيه كې د غير قانوني كډوالۍ له امله په زندانونو كې بنديان دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه