اردوغان: د هغه غره پر څوكه يو مسجد ښه ښكاري.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د لاتينې امريكا د مسلمانو ديني مشرانو په سرمشريزه كې د وينا پر مهال د كيوبا د هېواد د چارواكو نه غوښتنه وكړه چې تركيې ته اجازه وركړي تر څو په كيوبا كې يو جومات جوړ كړي.

191273
اردوغان: د هغه غره پر څوكه يو مسجد ښه ښكاري.


ولسمشر اردوغان وويل `` كه څه هم د نړۍ رسمي تاريخ پدې باور دى چې د امريكا لويه وچه په ۱۴۹۲ كال كې د كريستوف كولمب لخوا كشف شوې ده خو په حقيقت كې مسلمان سوداګر د نوموړي نه شاوخوا ۳۱۴ كاله وړاندې په ۱۱۷۸ ميلادي كال كې امريكا ته تللي دي. د كريستوف كولمب د خاطراتو په كتاب كې راغلي دي چې د كيوبا د اوسنۍ خاورې د يو غره پر سر يو مسجد جوړ شوى وو. زه د كيوبايي ورونو نه هيله كوم چې د هماغه غره پر سر د يو مسجد د جوړولو په موخه تركيې ته اجازه وركړي.``
اردوغان پدې سرمشريزه كې د وينا پر مهال هيله څرګنده كړه چې د لاتيني امريكا د هېوادونو سره د اړيكو په لا زياتې پراختيا كې د نوموړو هېوادونو مسلمانان لا زيات رول ولوبوي.
د لاتيني امريكا د مسلمانو ديني علماو لومړنۍ سرمشريزه د تركيې د ديني چارو په كوربه توب په استانبول كې ترسره شوه.
پدې سرمشريزه كې د لاتينې امريكا د ۴۱ هېوادونو نه شاوخوا ۷۱ ديني علماو ګډون كړى وو. په سرمشريزه كې په لاتيني امريكا كې د مسلمانو ټولنو د ستونزو سربېره په ټوليزه توګه د نړۍ د مسلمانانو په ټولنيزو او سياسي ستونزو باندې هر اړخيز بحث وشو. ددې ترڅنګ دا سرمشريزه په امريكا كې د مسلمانو ټولنو ترمېنځ د اړيكو د زياتېدو او راكړې وركړې په برخه كې هم اغېزمنه وه.
د كيوبا پلاوي ولسمشر رجب طيب اردوغان ته بلنه وركړه چې د نوموړي هېواد نه ليدنه وكړي. اردوغان د بلنې په منلو سره څرګنده كړ چې د ۲۰۱۵ كال په لومړنيو مياشتو كې په كيوبا ته رسمي سفر ترسره كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه