احمد داوود اوغلو او باراك اوباما سره ليدنه وكړه.

د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو د نړۍ د پراختيا په حال كې د شلو هېوادونود ټولنې ` جي – ۲۰` د غړو هېوادونو په سرمشريزه كې د امريكا د متحدو ايالتونود ولسمشر باراك اوباما سره د ليدنې پرمهال د عراق او سوريې په روانو حالاتو يې خبرې وكړې.

191249
احمد داوود اوغلو او باراك اوباما سره ليدنه وكړه.

دواړو مشرانو څرګنده كړه چې په سوريه او عراق كې بايد ترهګرو ډلو ته اجازه ورنكړل شي چې د سيمې ثپات ته زيان ورسوي.
احمد داوود اوغلو همداراز له اوباما نه د ميانمار په هېواد كې د نوموړي د وينا له امله مننه وكړه.
باراك اوباما د جي – ۲۰ د غړو هېوادونو په غونډه كې د ګډون نه وړاندې د ميانمار هېواد ته تللى وو او په سيمه كې د مسلمانو لږه كيو پر وړاندې د ميانمار د حكومت په دريځ نيوكه كړې وه. اوباما ويلي وو چې `` په ميانمار كې د مسلمانو لږه كيو حالات د اندېښنې وړ دى.``
سربېره پر دې لومړي وزير احمد داوود اوغلو د انګلستان، فرانسې او روسيې د هېوادونو د مشرانو سره هم ليدنه و كړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه