نن د اتاترك ۷۶م تلين

د تركيې د جمهوريت موسس لارښود غازي مصطفى كمال اتاترك له ننه پوره ۷۶ كاله وړاندې د ۱۹۳۸ كال د نوامبر د مياشتې په ۱۰مه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې كړې.

186960
نن د اتاترك ۷۶م تلين

د تركيې د جمهوريت موسس لارښود غازي مصطفى كمال اتاترك له ننه پوره ۷۶ كاله وړاندې د ۱۹۳۸ كال د نوامبر د مياشتې په ۱۰مه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې كړې.
د اتاترك د تلين په مناسبت د تعزيت په مراسمو كې ولسمشر رجب طيب اردوغان، لومړي وزير احمد داوود اوغلو او د خلكو د جمهوري ګوند مشر كمال كلچدار اوغلو ګډون وكړ.
پدې مراسمو كې د تركېې په ګوډ ګوډ كې په لسګونو زرونو كسانو هم د يوې دقيقې چوپتيا سره د اتاترك روح ته احترام وړاندې كړ.
په انقره كې د اتاترك د مزار په آسمان كې د تركيې د هوايي ځواكونو د نندارې ټيم `سولو ترك` هم اتاترك ته د درناوي په دود ننداره وړاندې كړل.
د اتارترك په مزار كې د رسمي مراسمو نه وروسته په لسګونو زره تركان ځي او نوموړي ته احترام وړاندې كوي.
ټاكل شوې ده چې نن د ورځې په اوږدو كې به په ټولو دولتي ادارو او سوداګريزو مركزونو كې د اتارترك لپاره احترام وړاندې شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه