اردوغان:په مسجدالاقصی برید په مکې معظمې د برید په څیر  دی

ولسمشر اردوغان: زه د ملګروملتونو د امنیت شورا نه پوښتنه کوم ،که چیرې په یو سیناګوګ دا ډول برید شوی وی تاسې به څه ډول پریکړه کړې وای؟ دې مسلې ته به مو څه ډول انعکاس ورکړی وای؟

184953
اردوغان:په مسجدالاقصی برید په مکې معظمې د برید په څیر  دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې  ترکمنستان ته تللی  د نوموړي هیواد نه  په اسراییلو سختې نیوکې وکړې.

ولسمشر اردوغان په مسجدالاقصی د اسراییلي ځواکونو د برید په غبرګون کې وویل چې  چې دا برید  په هیڅډول  د منلو وړ  ندی او دا اقدام  به هیڅکله ونه بخل شي. ولسمشر اردوغان وویل چې  مسجد الاقصی یواځې  د فلسطینیانو نه  د ټولې نړۍ د مسلمانانو لومړنۍ قبله  او سپیڅلی  مکان  دی.

ولسمشر اردوغان  وویل چې په مسجد الاقصی  د برید  د اسلامي امت په قبلې د برید په معنا  دی. اردوغان د اسراییلو په حکومت  غږ وکړ چې ددې پستۍ او باربریت  نه  لاس واخلي. اسراییلو حکومت  مجبور  دی چې ددې پستۍ او بربریت نه  لاس په سر شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  اسراییلي ځواکونو  مسجد الاقصی ته  ډیر زیان  اړولی دی ، د جومات  محراب او ممبر يي نړولي او قرانکریم يي  په مځکه  توغړولی دی .

ولسمشر اردوغان وویل : زه  د ملګروملتونو د امنیت شورا نه  پوښتنه کوم ،که  چیرې په یو سیناګوګ  دا ډول  برید شوی  وی تاسې به څه ډول  پریکړه  کړې وای؟ دې مسلې ته به مو څه ډول  انعکاس  ورکړی وای؟

ولمسشر اردوغان وویل چې تر ننه پورې په ترکیه کې  دا ډول  کوم  برید او یا اقدام  ته هیڅکه هم  اجازه نده ورکړې، که چیرې  چا اقدام هم کړی دی موږ يي پر وړاندې دریدلي یو.ځکه چې زموږ  مدنیت او اسلامي ارزښتونه دا ډول  اقداماتو ته اجازه نه ورکوي. موږ  د اسراییلو د خلکو سره  کومه ستونزه نه لرو، زموږ  ستونزه  د اسراییلو د دولت او چارواکیو سره ده.

اسراییلو حکومت باید دې پستۍ او بربریت ته د پای ټکی کیږدي. مسجد الاقصی یواځې د فلسطینیانو نه د ټولې نړۍ د مسلمانانو لومړنۍ قبله او سپیڅلی مکان دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د اسراییلي سرتیرو لخوا د بوټانو سره  مسجدالاقصی ته ننوتل او په جومات برید کول  په اصل کې په مخامخ  ډول سره  د ټولې نړۍ د مسلمانانو په قبلې او سپیڅلي مکان  تیری  او د ټولو  مسلمانانو ته  سپکاوی  دی . یواځې مسلمانانو ته نه بلکې د نړۍ ټولو ادیانو ته  سپکاوی دی .

په مسجدالاقصی  برید کول  په مکه معظمې د برید په څیر  دی لوی  جنایت  او بربریت دی . دا په اصل کې یو ډیر خطرناک  ګام  دی.

ولسمشر اردوغان  په ملګروملتونو او اروپايي ټولنې او نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په ماشومانو، جوماتونو او عبادت خانو  د بریدونو مخه  نشي نیولی  او پدې اړه  کوم ګام نه پورته کوي، ددوی  موجودیت څه معنا  لري؟ زه  پوښتنه کوم چې ایا د اسراییلو دا نازولتیا  او د نورو په حقونو  تیری کول  به تر کومه  دوام وکړی


پيوندونه:

اړوند خبرونه