د تركيې د اوردو نوي بوټان
د تركيې د وسله والو ځواكونو د سرتېرو لپاره په پرمختللې ټيكنالوژۍ سمبال نوي بوټان توليد شو.
![د تركيې د اوردو نوي بوټان](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/855527793824380470.jpg?time=1719316000)
دا بوټان چې سپك او كلك دي د يو لړ لابراتواري څېړنو په پايله كې ډيزاين او توليد شوي دي تېره ورځ د تركي اوردو چارواكو ته وسپارل شول.
د تركيې د پليو ځواكونو د منسوبينو لپاره جوړ شوي بوټان د كال په هر موسم كې د لارو د ټولو شرايطو په نظر كې نيولو سره توليد شوي دي. نوي بوټان د تركيې د واى ډي اېس د شركت لخوا چې د نړۍ د يو زيات شمېر هېوادونو وسله والو ځواكونو ته ځانګړي توليدات لري ډيزاين او جوړ شوي دي.
دا بوټان د داسې موادو نه جوړ شوي دي چې د سرتېرو د پښو د حرارت په نظر كې نيولو سره په اوتوماتيك ډول تنګيږي او يا آزاديږي. همداراز بوټان د تركي سرتېرو د پخوانيو بوټانو په پرتله ۳۰۰ ګرامه سپك دي. نوي بوټان اوبه نه تېروي او په ژمي او دوبي كې د كارولو وړ دي.
د بوټانو په تلي كې د ځانګړې ټيكنالوژۍ په كارولو سره د دوبي په موسم كې سړه هوا او د ژمي په موسم كې توده هوا توليدوي او د سرتېرو پښې خوله نه كوي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719316000)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.