د عاشورا مراسم په تركيه كې هم ولمانځل شول.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د عاشورا د ورځې په مناسبت د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې د روژه ماتي مېلمستيا وركړه.

180232
د عاشورا مراسم په تركيه كې هم ولمانځل شول.


اردوغان پدې اړه د خپلې وينا په ترڅ كې د مسلمانانو په يووالي باندې ټينګار وكړ او څرګنده يې كړه چې ``راځئ چې د ټول مسلمانان سره يو موټى شو.``
اردوغان په منځني ختيځ كې مذهبي نښتو او جګړو ته په اشارې سره وويل چې ``له بده مرغه مو په كربلا كې د حضرت حسين رض د شهادت نه هېڅ عبرت نه دى اخيستى. ځكه چې كربلا موږ ت د تفرقې پر ځاى د ورورولۍ درس راكوي. هغه څوك چې د كربلا نه نفاق جوړي په حقيقت كې د يزيد تر څنګ دريږي.``
ولسمشر اردوغان وويل چې كه څه هم د كربلا د غميزې نه ۱۳۷۵ كال تير شوي دي خو د اسلامي نړۍ هره برخه د كربلا په ميدان بدله شوې ده.
ولسمشر اردوغان د بېلابېلو مذهبونو مشرانو ته په خطاب كې وويل چې`` د يو شمېر هېوادونو د استخباراتي ډلو په لسمون د يو بل سره جګړې ته بايد اجازه ورنكړو. خپل ځوان نسل د مدرنې نړۍ د يو لړ ساري روحي ناروغيو نه بايد وژغورو. د ترهګرو په لومو كې د ځوانانو د لوېدلو مخه بايد ونيول شي.

په تركيه كې د عاشورا مراسم
د محرم د مياشتې او د عاشورا د ورځې په مناسبت د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې ځانګړي مراسم جوړ شو. پدې ورځ د تركي كلتور سره سم د ``عاشورا`` په نامه يو ډول خواږه خواړه هم پخيږي او خيراتونه جوړيږي. د ``عاشورا`` په نامه خواړه د لوبيا، نخودو، بورې، وچ زردالو، مميز او داسې نورو موادو په ګډولو سره پخيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه